برتانيا د نوي حكومت او ادارې په استازيتوب دري تنه وزيران پرون په يوه ناڅاپي سفر هلمند ته راغلل. هلمند ته ورغليو وزيرانو يو مطبوعاتي كنفرانس په ترڅ كې رسنيو ته وويل چي هدف يي د برتانيا د نوي دولتي ادراي په استازيتوب ،په هلمند كي د هغو ژمنو تازه كول دې چې له وړاندې شوې وې. اوهغه د افغان سرتيرو د روزني د بهير چټكتيا ده.
د برتانيا د نوي حكومت او ادارې په استازيتوب دري تنه وزيران پرون په يوه ناڅاپي سفر هلمند ته راغلل.
هلمند ته ورغليو وزيرانو يو مطبوعاتي كنفرانس په ترڅ كې رسنيو ته وويل چي هدف يي د برتانيا د نوي دولتي ادراي په استازيتوب ،په هلمند كي د هغو ژمنو تازه كول دې چې له وړاندې شوې وې. اوهغه د افغان سرتيرو د روزني د بهير چټكتيا ده.
د هلمند د والي په وينا: وزيرانو ژمنه وكړه چې په راتلونكي کې به د خپلو او افغان سرتيرو تجهيزاتو دوه برابره كړي.
هلمند ته راغليو وزيرانو په لښكرګاه كي د پي ار ټي يا ولايتي ډلي په دفتر كي د هلمند د والي او يو شمير نورو مسئولينو سره ليدنه وكړه.
دغه راز يادو وزيرانو په خپلو خبرو كې د هلمند ادارې ته ډاډ ورکړ چې د بريتانيا هيواد به د بيا رغونې او امنيت راوستو کې هلي ځلي لا پسې ګړندۍ كړي.
له برتانيا څخه د راغليو وزيرانو له ډلې نه د دفاع وزير ويليم فكس د يو ي پوښتني په ځواب كي چي ولي برتانوي سرتيري د هلمند له شمالي ولسواليو ، موسي كلا او سنګين څخه وځي ؟ وويل : د سرتېرو بدلېدل له يوې سيمې نه بلي ته ځکه کيږي چي فعاليت او سرتيري ډيرشوي دي، موږ غواړو په ګډه خپلو موخو ته ځان ورسوو او امنيت ټينګ کړو.
نوموړي زياته كړه: ځكه د سرتيرو اړول نورو ولسواليو ته او د سنګين او موسي كلا سپارل نورو سرتيرو ته كوو چي شمالي هلمند يوه پراخه سميه ده او په دي سيمه كي امنيت لږ څه ستونزمن دي او زما هدف هلمند ته د راتګ نه دا دى چي امنيت له نږدي وګورو او د پوليسو د روزني بهير ته چټكتيا وركړو او دا كارونه به د امنيت او بيا رغوني په برخه كي موثر تمام شي.
په هلمند کې امريکا د سمندري ځواکونو په راتګ سره د دې ولايت امنيت د نورکله په پرتله ښه شوى دي په د تېرو څو ورځو کې د هلمند مسى کلا او سنګين ولسوالۍ د امنيت چارې په بشپړه توګه له انګرېزانو نه امريکايي سمندري ځواکونو ته سپارل شوي دي.
كه څه هم د امنيت او بيارغوني په برخه كي د برتانوي سرتيرو سستوالي د هلمند خلك انديښمن كړى دي خو د هلمند والي محمد ګلاب منګل دغې اندېښنو په ځواب كې داسې وويل:، له برتانيانه راغليو دريو وزيرانو د برتانيا د نوي ادارې په استازي توب نه يوازي دا چې خپلي کړې ژمنې پوره کړې بلکي په هلمند کې يې د امنيت او بيا رغونې کارونو ته خپله خاصه توجه وکړه.
والي وويل د افغان پوليسو د روزني پربهير ډيري خبري وشوي او د برتانيي درېواړو وزيرانو وسره په دي برخه كي د پوره همكاري ژمنه وكړه
د برتانيا دغه دري وزيران په اول ځل وروسته ترهغه هلمند ته راځي چي د هغه هيواد په پارلماني ټاكنو كي دصدر اعظمۍ چوكۍ د محافظه كار ګوند مشر ډيويډ كمرون وګټله.
دوي په داسي حال كي هلمند ته سفركوي چي دلته د بيارغوني په برخه كي د برتانيا د پراختيا د پخواني وزير ډاګلاس الګزاندر كړې ژمني لانه دي په ځاى شوي او په هغه سيمو كي امنيت هم نه دى برابر چي برتانوي سرتيري په كي مسئوليت لري.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


