په غزني ولايت كې د ښوونځي د يوولسو زده كوونكيو د وژل كيدو له كبله نن ملي ماتم اعلان شوى.
دغه ماتم وروسته له هغې اعلان شو، چې وسله والو طالبانو د غزني ولايت په اندړو ولسوالۍ كې د ښوونځي يوولس تنه زده كوونكي په عام محضر كې د جاسوسۍ په تور ووژل .
په غزني ولايت كې د ښوونځي د يوولسو زده كوونكيو د وژل كيدو له كبله نن ملي ماتم اعلان شوى .
دغه ماتم وروسته له هغې اعلان شو، چې وسله والو طالبانو د غزني ولايت په اندړو ولسوالۍ كې تېره سې شنبه د ښوونځي يوولس تنه زده كوونكي په عام محضر كې د جاسوسۍ په تور ووژل .
د غزني ولايتي شورا تېره ورځ پرېكړه وكړه، چې نن په ټول غزني كې د وسله طالبان د دغه عمل د احتجاج په خاطر ښوونځي وتړل شي او ملي ماتم دې اعلان شي.
دولتي چارواكو هم د وسله والو طالبانو دغه عمل غندلى او ويلي يې دي چې په دغه اړه يي پلټنې پيل كړي دي.
په دې اړه د پوهنې وزرارت وياند محمد اصف ننګ كليد ته وويل چې د طالبانو لخوا په وژل شويو كسانو كې يو تن هغه يې د ښوونځي زده كوونكى دى.
خو وسله والو طالبانو چې د پېښې پړه يې پر غاړه اخيتتسې ويلي چې دوى ۷ تنه وژل د جاسوسۍ په تور وژلي او هغه هم ولسي خلك دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

