ولسي جرګې د حكومت له لوري د كابينې د پاتې غړو د نه معرفي كېدو په غبرګون كې دوهمه ورځ هم په چوپتيا تېره كړه . د ولسي جرګې په ناسته کې، وکيلانو يواځې مېزونه ډبول او پيغام يې داو، چې بايد د کابينې پاتې غړي ژر تر ژره ور معرفي شي .
ولسي جرګې د حكومت له لوري د كابينې د پاتې غړو د نه معرفي كېدو په غبرګون كې دوهمه ورځ هم په چوپتيا تېره كړه .
د ولسي جرګې په ناسته کې، وکيلانو يواځې مېزونه ډبول او پيغام يې داو، چې بايد د کابينې پاتې غړي ژر تر ژره ور معرفي شي .
د ولسي جرګې غړيو ويل چې د دوي غوښتنو ته احترام نه كېږي، او دا د جرګې سپكاوى دى.
د ولسي جرګې شاوخوا پنځه څلوېښت غړيو داسې يو تړون لاسليك كړ، چې كه چېرې د دوي غوښتنې ونه منل شي نو دوي به د سولې په راتلونكي مشورتي جرګه كې چې تمه ده د جوزاپه اتمه به جوړه شي ګډون ونه كړي.
د يادونې وړ ده چې تيره ورځ هم ولسي جرگې ورته غوښتنې درلودې خو د دولت لخوا ورته تر دې دمه كوم مثبت ځواب نه دى ويل شوى .
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


