ads

ناټو د ۲۰ تنو وسله والو طالبانو د وژلو خبر ورکړ

په جنوب ختيځ زون کې د ناټو ځواکونو مطبوعاتي دفتر د پکتيکا ولايت د اورګون په ولسوالۍ کې د۲۰، تنو وسله والو طالبانو د وژلو خبر ورکړي. په جنوب ختيځ زون کې د ناټو ځواکونو مطبوعاتي دفتر د پکتيکا ولايت د اورګون په ولسوالۍ کې د۲۰، تنو وسله والو طالبانو د وژلو خبر ورکړي. د […]

نویسنده: TKG
2 غبرګولی 1389
ناټو د ۲۰ تنو وسله والو طالبانو د وژلو خبر ورکړ

په جنوب ختيځ زون کې د ناټو ځواکونو مطبوعاتي دفتر د پکتيکا ولايت د اورګون په ولسوالۍ کې د۲۰، تنو وسله والو طالبانو د وژلو خبر ورکړي.

په جنوب ختيځ زون کې د ناټو ځواکونو مطبوعاتي دفتر د پکتيکا ولايت د اورګون په ولسوالۍ کې د۲۰، تنو وسله والو طالبانو د وژلو خبر ورکړي.

د ياد شويو ځواکونو مطبوعاتي دفتر وايې، چې  د پکتيکا ولايت د اورګون-زېړوک پر لويه لاره وړمه شپه د دوي پرځواکونو د وسله والو طالبانو له لوري بريد وشو، چې دوي ته پکې زيان ندي رسېدلي او له هغه وروسته د ناټو څرخي الووتکوو، وسله وال طالبان په نښه کړل، چې د دوي په خبره ۲۰ تنه وسله وال طالبان يې ترې ووژل.

بل پلو د پکتيکا د والي وياند مخلص((افغان)) د پېښي د تاييد ترڅنګ کليد ته وويل، چې د سر روضې ولسوالۍ د سلطانو په سېمه کې وړمه شپه ۲ تنو وسله والو طالبانو چې پر لويه لاره يې ماين ځاي پر ځاي کاوه، خپل ماين پرې ورچاودلي او دواړه پکي وژل شويدي.

د يادونې وړده، چې وسله والو طالبانو تر دې دمه د دواړو پېښو په اړه رسنيوته څه ندي وييلي.

دا په داسي حال کې ده، چې وړمه شپه هم د اورګون په ولسوالي کې د سرحدي پوليسو په قرارګاه د موټربم چاودنې ترڅنګ ځانمرګي بريد کوونکيو هم حمله کړي وه

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA