چارواكي وايي چې، په فراه ولايت كې د يو بريد په ترڅ كې د وارا ساختماني شركت د يرغمل شويو كسانو له ډلې څخه يو بل تن هم راخلاص كړ.
چارواكي وايي چې، په فراه ولايت كې د يو بريد په ترڅ كې د وارا ساختماني شركت د يرغمل شويو كسانو له ډلې څخه يو بل تن هم راخلاص كړ.
د هيواد په لوديځ كې پوليس وايي، چې دغه لاسته راوړنه يې د دوو وسله والو طالبانو په مرگ ژوبلې او د يوبل تن په نيولو سره ترسره كړې.
د هيواد په لوديځ كې د پوليسو د ساحوي زون قوماندانۍ وياند جنرال اكرام الدين ياور كليد ته وويل، چې تيره شپه يو شمير پوليسو د نوموړي ولايت په بكوا ولسوالۍ كې له وسله والو طالبانو سره نښته وكړه، چې په ترڅ كې يې ياد كس آزاد شو.
نوموړي زياته كړه، چې په دغه نښته كې پوليسو ته مرگ ژوبله نه ده اوښتې.
په دې سره په نوموړي ولايت كې د واراساختماني شركت د راخلاص شويو كسانو شمير څلور تنو ته ورسيد.
وسله والو طالبانو يوه اوونۍ وړاندې د فراه ولايت په بالا بلوك ولسوالۍ كې د وارا ساختماني شركت په كاروان بريد وكړ، درې تنو ته يې مرگ ژوبله واړوله او شپږ تنه يي له ځانه سره بوتلل.
ځايي چارواكي وايي، چې د پاتي ير غمل شويو كسانو د خلاصون لپاره يي هم هڅې پيل كړي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


