ads

په چپرهار ولسوالۍ كې د ماين چاودنه

د ننګرهار ولايت په چپرهار ولسوالۍ کې نن سهار پر يوه ټريکټور موټر چې د غنمو ترېشل ماشين ورپورې تړل شوى و،  د ماين چاودنه شوې. د ننګرهار ولايت په چپرهار ولسوالۍ کې نن سهار پر يوه ټريکټور موټر چې د غنمو ترېشل ماشين ورپورې تړل شوى و،  د ماين چاودنه شوې. يو شمېر ځايي […]

نویسنده: TKG
1 غبرګولی 1389

د ننګرهار ولايت په چپرهار ولسوالۍ کې نن سهار پر يوه ټريکټور موټر چې د غنمو ترېشل ماشين ورپورې تړل شوى و،  د ماين چاودنه شوې.

د ننګرهار ولايت په چپرهار ولسوالۍ کې نن سهار پر يوه ټريکټور موټر چې د غنمو ترېشل ماشين ورپورې تړل شوى و،  د ماين چاودنه شوې.

يو شمېر ځايي خلکو کليد سره خبرو کې وويل چې چاودنه د سهار پر شپږو بجو د دې ولسوالۍ په کنډي باغ سيمه کې ناڅرګندو کسانو کړې خو تلفات نه لري.

د ننګرهار د امنيې قومندانۍ وياند سمونوال عبدالغفور هم کليد سره خبرو کې د پېښې د رامنځته کېدو تاييد وکړ خو پړه يې پرچاونه چوله.

د پېښې مسوليت خپله هم چاپرغاړه نه دى اخيستى خو بايد وويل شي چې دا د دې اونۍ له پيله په ننګرهار کې لومړنۍ چاودنه ګڼل کېږي،د تېرې اونۍ په وروستيو درې واړو ورځو کې په دې ولايت کې چارواکو د دوو، چاودنو رامنځته کېدل او پکې د څلورو ولسي وګړو ټپي کېدل منلي وو.

چپرهار چې د ننګرهار يو له نسبتا ناارامو ولسواليو څخه شمېرل کېږي، وخت ناوخت ترې د نا امنيو خبرونه راځي او ځايي چارواکي پکې د وسله والو طالبانو شتون هم تاييدوي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA