د كابل امنيه قوماندانۍ د كابل ولايت په شكردرې ولسوالۍ كې د ځمكې څخه ځمكې ته د سكر شل نومي توغندي دمرميو له نيولو څخه خبروركړ.
د كابل امنيه قوماندانۍ د كابل ولايت په شكردرې ولسوالۍ كې د ځمكې څخه ځمكې ته د سكر شل نومي توغندي دمرميو له نيولو څخه خبروركړ.
دكابل ښار امنيه قوماندان لوي پاسوال عبدالرحمان رحمن سربيره پردې د شنبې په ورځ په يوخبرناسته كې وويل ،چې دسكرشل توغندي ۳۰۰فيره مرمۍ يې تير ماديګر ديولړ كشفي عملياتو په ترڅ دشكردرې ولسوالۍ څخه ،چې ويل كيدل په كابل باندې دتوغولوپه هدف په پټن ځآيونو كې ايښودل شوې وي ترلاسه كړي دې.
نوموړي وويل چې په دې تړاو تر اوسه څوك نه دي نيول شوي، خو په وينا يې پلټنې روانې دي.
ديادونې ده چې مخكې تردې هم په دې وروستيووختونوكې دكابل ښآر اوپه تير درياست جمهورماڼۍ دوسله والو مخالفينو له لورې دكابل شاو خواسيموڅخه د دځمكې څخه ځمكې ته توغندوي دبريد لاندې راغلي وه ،چې مرګ ژوبله يې هم اړه ولې وه
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


