ايتلافي ځواکونه په کونړ کې پر خپلې يوې پوځي چوڼۍ د څو توغنديزو بريدونو او د دولت يوه وسله واله مخالفه ډله هملته د پراخو پوځي عملياتو د پيل خبرورکوي.
ايتلافي ځواکونه په کونړ کې پر خپلې يوې پوځي چوڼۍ د څو توغنديزو بريدونو او د دولت يوه وسله واله مخالفه ډله هملته د پراخو پوځي عملياتو د پيل خبرورکوي.د دغو ځواکونو د مطبوعاتي ادارې يوه افغان ژباړن کليد سره خبرو کې بې له دې چې د دغو بريدونو شمېر وښيى وويل دا بريدونه يې تېره شپه د کونړ په نرنګ ولسوالۍ کې پر يوې پوځي چوڼۍ شوي او په خبره يې کومه مرګ،ژوبله نه لري.
بلخوا د سلفي طالبانو په نامه د دولت د يوې وسله والې مخالفې ډلې مشر دوران ساپي رسنيو ته ويلي په کونړ کې د ننګ په نامه پراخ پوځي عمليات يې تېره شپه د دولت پرضد پيل کړي او د ماڼوګي ولسوالۍ په شينټل او کنټه ګل سيمو کې يې ايتلافي ځواکونو ته چې له سيمې په تېريدو وو، وسله وال کمينونه نيولي او لس تنه يې ترې وژلي.
په ختيز کې د ايتلافي ځواکونو مطبوعاتي اداره بيا دا دعوه بې ځايه ګڼي او وايي داسې څه پېښې سره نه دي مخ شوي.
د کونړ ځايي چارواکي د ډېر نور کله په شان په دې اړه هم کليد سره له خبرو ډډه وکړه خو بايد وويل شي چې څو ورځې پخوا په همدې ولايت کې د ايتلافي ځواکونو پر يوه مرکز د دولت د مخالفينو توغنديزو بريدونو د ملي اردو شپږ سرتېري او يو ولسي وګړى ټپيان کړي وو کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


