ads

پر حصارك ولسوالۍ وسله وال بريد

د دولت وسله والو مخالفينو تېره شپه د ننګرهار پر حصارک ولسوالۍ بريد کړى چې د چارواکو  په ويناهيڅ ډول تلفات نه لري. د ننګرهار د امنيې قومندانۍ وياند سمونوال عبدالغفور کليد ته له نورو معلوماتو پرته  وويل چې دغه بريد د ولسوالۍ پر ودانۍ د دولت وسله والو مخالفينو کړى چې په خبره يې […]

نویسنده: TKG
1 غبرګولی 1389

د دولت وسله والو مخالفينو تېره شپه د ننګرهار پر حصارک ولسوالۍ بريد کړى چې د چارواکو  په ويناهيڅ ډول تلفات نه لري.

د ننګرهار د امنيې قومندانۍ وياند سمونوال عبدالغفور کليد ته له نورو معلوماتو پرته  وويل چې دغه بريد د ولسوالۍ پر ودانۍ د دولت وسله والو مخالفينو کړى چې په خبره يې له کوم تلفاتو پرته ځايي پوليسو يې مقابله کړې ده.

د ننګرهار د والي وياند احمدضياعبدالزى هم د سمونوال غفور په شان په پېښه کې تلفات رد کړل خو ويې ويل بريدونه د توغنديو په مټ ترسره شوي.

د دولت کومې مخالفې ډلې لا د دې بريد مسوليت پرغاړه نه دى اخيستى.

د يو بل خبر له مخې د ننګرهار پوليسو په خوګياڼو ولسوالۍ کې نهه تنه د دولتي ځمکو د غضب په تور نيولي.

د امنيې قومندانۍ وياند وايي چې نيول شوي کسان يې څارنوالۍ ته ورپېژندلي.

دا خبرونه وروسته تر هغې ترلاسه کېږي چې وسله والو طالبانو د تېرې مياشتې پر پينځلسمې شپې د  ننګرهار   پر دور بابا ولسوالۍ هم وسله وال بريد کړى و.

او همدا شان په دې ولايت کې له وروستيو راهيسې د دولتي ځمکو د غضبولو د چټکتياخبرې کېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA