ads

ولسي جرګې نننۍ غونډه په چوپتيا تېره كړه.

د ولسي جرګې عمومي غونډه نن د څو ساعتونو لپاره په چوپتيا_خاموشۍ او  د مېزونو په وهلو پاى ته ورسېده. دولسي جرګو غړيو ويل دا دريم ځل دى چې كريم خليلي چې د بېړنۍ كمېټې رئيس په توګه د نوموړې كمېټې د راتلونكيو تياريواو سيلاب ځلپو په هكله ولسي جرګې ته معلومات وركړي نه حاضريږي. […]

نویسنده: TKG
1 غبرګولی 1389

د ولسي جرګې عمومي غونډه نن د څو ساعتونو لپاره په چوپتيا_خاموشۍ او  د مېزونو په وهلو پاى ته ورسېده.

دولسي جرګو غړيو ويل دا دريم ځل دى چې كريم خليلي چې د بېړنۍ كمېټې رئيس په توګه د نوموړې كمېټې د راتلونكيو تياريواو سيلاب ځلپو په هكله ولسي جرګې ته معلومات وركړي نه حاضريږي.

 

د ولسي جرګې عمومي غونډه نن د څو ساعتونو لپاره په چوپتيا_خاموشۍ او  د مېزونو په وهلو پاى ته ورسېده.

دولسي جرګو غړيو ويل دا دريم ځل دى چې كريم خليلي چې د بېړنۍ كمېټې رئيس په توګه د نوموړې كمېټې د راتلونكيو تياريواو سيلاب ځلپو په هكله ولسي جرګې ته معلومات وركړي نه حاضريږي.

او همداراز وكيلانو ويل دا دريم ځل دى چې جمهور رئيس كرزى خپله پاتې كابينه ولسي جرګې  ته  نه  معرفي كوي تر څو د باور رايه واخلي.

د ولسي جرگې غړى نورالحق علومي وايي دا لومړى ځل دى چې ولسي جرګه د داسې موضوعاتو په اړه خاموشي او چوپتيا اختياروي او په وينا يې دا اقدام به هله پاى ته ورسيږي چې جمهور رئيس كرزى خپله كابينه معرفي او استاد كريم خليلي ولسي جرګې ته حاضرشي.

له څوساعته خاموشۍ او چوپتيا وروسته د ولسي جرګې رئيس محمد يونس قانوني وكيلانو ته وويل كه چېرې د ولسي جرګې نوموړې غوښتنې ونه منل شي نوپه خپلو راتلونكيو عمومي غونډو كې به له نورو لارو چارو كار واخلي تر څو د دوي غوښتنې ومنل شي.

د يادولو وړه ده چې  ولسي جرګه په خپلو راتلونكيو عمومي غونډو كې په هيڅ يوې موضوع خبرې اترې نه كوي او همدا راز دا دريم ځل دى چې د ولسي جرګې نوموړې غوښتنې نه منل كېږي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA