وسله والو طالبانو د جمعې په مازېګر شاوخوا ۵ بجې د پكتيكا مرکز ښرنې ته څېرمه، په ځدراڼ کلي کې بهرنيو ځواکونو ته د جاسوسۍ په تور يو تن وواژه.
وژل شوي کس ((ي خان)) نومېږي،چې په مشعل قومندان سره مشهور و.
وسله والو طالبانو د جمعې په مازېګر شاوخوا ۵ بجې د پكتيكا مرکز ښرنې ته څېرمه، په ځدراڼ کلي کې بهرنيو ځواکونو ته د جاسوسۍ په تور يو تن وواژه.
وژل شوي کس ((ي خان)) نومېږي،چې په مشعل قومندان سره مشهور و.
د پکتيکا د والي وياند مخلص((افغان)) د ياد شوي کس د وژني پخلي وکړ، او په دې اړه يې کليد ته وويل، چې نوموړي کس له دولت سره هيڅ ډول دنده نه درلوده، او وسله طالبانو د پخوا په شان د وېري اچوني او خپلي اصلي څېرې د ښکاروني په موخه وژلي.
وسلوالو طالبانو د نوموړي د وژني مسؤليت پر غاړه اخستي.
د دې ډلي يو تن سيمه ييز وياند ډاکترعبدالوکيل((مبارز)) له نامعلوم ځاي څخه د ټليفون له لارې کليد ته ويلي، چې يخان بهرنيو ځواکونو ته جاسوسي کوله.
د مبارز په خبره، وژل شوي تن په پکتيکا کې د پيل شويو عملياتو جاسوسي کوله، او د کاروان مخ ته به روان و.
نوموړي زياته کړه، چې يخان له تېرو ۳ کلونو دوي ته تورن،او د دوي ترڅارني لاندي و.
خود پکتيکا د والي وياند او په پکتيکا کې مېشتوبهرنيو ځواکونو د طالبانو دا خبره په کلکه رد کړي، او وايې چې نوموړي کس له دولت اوبهرنيو ځواکونو سره هيڅ ډول دنده نه درلوده.
دا په داسي حال کې ده، چې وژل شوي کس ۲ کاله وړاندي د پکتيکا ولايت د دولتي ځواکونو له لورې د طالبانو د يوه قومندان په تور نيول شوي و، چې له دوه اونۍ بند ورسته خوشي شو.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


