د هلمندپه نادعلي ولسوالى کې وسلوالو طالبانو د ايساف يوه چينک (دوه څرخه ) الوتكه راغور ځولې ده.
همدا راز د دې ولايت په ګريشک ولسوالۍ کې يو ځان وژونکى بريد هم تر سره شو ى دى .
د هلمندپه نادعلي ولسوالى کې وسلوالو طالبانو د ايساف يوه چينک (دوه څرخه ) الوتكه راغور ځولې ده.
همدا راز د دې ولايت په ګريشک ولسوالۍ کې يو ځان وژونکى بريد هم تر سره شو ى دى .
دا په تيرو دوو اونيو کې د ايساف او ايتلافي ځواکونو دريمه الوتكه ده چې د طالبانو په بريدونو او يا هم د تخنيکې ستونزو له امله په هلمند کې لويږي.
د هلمد والي وياند محمد داود احمدي وايې چي د غويې په ٣١ مه ناوخته د نادعلي په ولسوالۍ کې وسلوالو طالبانو د ايساف يوه چينک يا دوه څرخه الوتكه ويشتلي ده.
احمدي وايي الوتكې د نادعلې ولسوالۍ د چاه انجير د سيمې په يوه پوځې اډکې د وسله والو طالبانو له خوا تر ويشتلو ورسته پيړنۍ ناسته کړې ده.
د احمدي په خبره يوازې هغه دوه تنه د الوتكې عمله چې ځانونه يې د الوتكې د اصولو سره سم نه وو تړلي ټپيان او اوس يې در ملنه شوي ده.
خو د وسلوالو طالبانو وياند قاري يو سف احمدې بيا وايې چي د چاه انجير د شملان په سيمه کې يې يوه چينک الوتكه په راکيټ ويشتلي او پکې سپاره ٣٦ تنه بهرني سرتيري يې وژلي دي.
بل پلو د هلمند امينه قوماندان مل پاسوال عبدالحکيم انګار وايې چې تيره ورځ له غرمې ورسته د هلمند په يوه بله ولسوالۍ ګريشک کې يو ځانمرګى بريد شوې دى.
انګار وايي بريد کونکى په يوه موټر سيکل سپور و او د نورزو کلي ته څيرمه يې د پوليسو په يوه رينجر موټر ځانمرګى بريد ترسره کړ او يوزاې دري تنه پوليس سر سرې ټپيان شوي دي.
وسلوالو طالبانو د دې بريد په اړه څه ندې ويلي
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


