ads

په جلال اباد كې د پخوانيو پوځي افسرانو لاريون

په جلال اباد کې لسګونه پخوانيو پوځي افسرانو له دې امله د ننګرهار ښاروالۍ پرضد لاريون وکړچې په وينا يې  له پينځو کلو راهيسې يې منل شوې قانوني ځمکې نه ورسپاري. په جلال اباد کې لسګونه پخوانيو پوځي افسرانو له دې امله د ننګرهار ښاروالۍ پرضد لاريون وکړچې په وينا يې  له پينځو کلو راهيسې […]

نویسنده: TKG
30 غویی 1389

په جلال اباد کې لسګونه پخوانيو پوځي افسرانو له دې امله د ننګرهار ښاروالۍ پرضد لاريون وکړچې په وينا يې  له پينځو کلو راهيسې يې منل شوې قانوني ځمکې نه ورسپاري.

په جلال اباد کې لسګونه پخوانيو پوځي افسرانو له دې امله د ننګرهار ښاروالۍ پرضد لاريون وکړچې په وينا يې  له پينځو کلو راهيسې يې منل شوې قانوني ځمکې نه ورسپاري.

لاريون کوونکيو چې خپله ټوليزه شمېره تر درې زرو ډېره ښوده ويل چې  دولت يې دوه کلن معاشونه هم دوى ته د ځمکو د ورکړې په ژمنه نه دي ورکړي خو په وينايې د ولسمشر له فرمان سره،سره جلال اباد ښاروالۍ او ننګرهار کرنې رياست يې پر حقونو پښه اېښې ده.

د پخواني پوځ تنقيذ شويو او ډي ډي آر شويو افسرانو پخوا په پلازمېنه او نورو سيمو کې ورته ډېر لاريونونه کړي وو خو دا لومړى ځل دى چې په ننګرهار کې يې د سيمه ييزو چارواکو پرضد شعارونه واورېدل شول.

بلخوا د ننګرهار ښاروال  لعل آغا کاکړ چې لاريون کوونکيو پرې ډېرې نيوکې لرلې، تر بيا، بياهڅو وروسته هم په دې اړه کليد سره له خبرو ډډه وکړه.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA