د جلال اباد دوه مهمې سيمې نن سهار درنو چاودنو ولړزولې چې د چارواکو په خبره څلور ولسي وګړي يې ټپيان کړي.
لومړۍ چاودنه څه کم اوه بجې د سړک غاړې ماين په يوه مهمه سيمه د سراج العمارت بڼ مخته پېښه کړه چې د امنيې قومندانۍ د وياند سمونوال عبدالغفور په وينا يو محصل او يو ولسي وګړى يې ټپي کړى.

دويمه چاودنه بياتر لومړنۍ نېم ساعت وروسته د ننګرهار هوايي ډګر او د ملي اردو د ګارنيزيون قومندانۍ ته نېږدې سيمه کې يوه موټر بم رامنځته کړه .
سمونوال غفور وايي دې کې هم دوه ولسي وګړي ټپيان دي.
د لومړنۍ چاودنې مسوليت چا پرغاړه نه دى اخيستى خو وسله والو طالبانو دعوه کړې چې دويمه موټر بم چاودنه دوى له سيمې د پوليس روزنکو پر يوه کاسټر موټر کړې او د پينځه ويشتو هغو د وژلو ترڅنګ يې پينځه ويشت نور ټپيان کړي هم دي.
خو سيمه ييز چارواكي بيا د طالبانو دغه ادعا بې بنسټه بولي.
ننګرهار چې په دې چاودنو سره يې له درېيو ورځو راهيسې د تاييد شوو چاودنو شمېر شپږو ته رسيږي، چارواکي يې پر لاملونو څه نه وايي خو يو شمېر ولسي خلک بياپر دوى له نيوکو سره وايي چې د دې سوله ييزې سيمې ورو، ورو ناامنه کېدو اندېښمن کړي دي
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ