ads

په هلمند كې د امنيتي پوليسو ترمنځ نښته

د هلمند ولايت امنيتي  چارواكي وايي  چى د ياد ولايت په مركز لشكرګاه كې د يوي امنيتي کمپنۍ د ساتونکو تر منځ په نښته کې دوه تنه مړه او يو تن ټپي شوى دى. د هلمند ولايت امنيتي  چارواكي وايي  چى د ياد ولايت په مركز لشكرګاه كې د يوي امنيتي کمپنۍ د ساتونکو تر […]

نویسنده: TKG
29 غویی 1389

د هلمند ولايت امنيتي  چارواكي وايي  چى د ياد ولايت په مركز لشكرګاه كې د يوي امنيتي کمپنۍ د ساتونکو تر منځ په نښته کې دوه تنه مړه او يو تن ټپي شوى دى.

د هلمند ولايت امنيتي  چارواكي وايي  چى د ياد ولايت په مركز لشكرګاه كې د يوي امنيتي کمپنۍ د ساتونکو تر منځ په نښته کې دوه تنه مړه او يو تن ټپي شوى دى.

خوله سيمې څخه بست روغتون ته رغليو عيني شاهدانو كليد ته وويل چې په دغه پېښه كې چې نن د غويي په نهه ويشتمه رامنځته شوه دوه تنه مړه او څلور ټپيان شول.

عيني شاهدان داهم وايي چې د وژل شويو له ډلې څخه يو تن چې د موسى کلا ولسوالۍ اوسيدونكى دى او له يوې نيمې مياشتې راهيسې يې په يادې کمپنۍ کې کار كاوه پر خپلو ملګرو ډزې وكړې چې له كبله يې د بريد كوونكي په ګډون دوه تنه ووژل شول او څلور نور هغه يې ټپيان شول.

د هلمند مرکزي (بُست روغتون) ډاکټران بيا وايي  چې د لته دوه مړي او څلورټپيان راوړل شوي وو چې د ټپيانو له ډلې نه يې يوه د خپلو سختو ټپونو له کبله ساه ورکړه  او د مړيو شميره درې تنو ته ورسيده.

ډاکټرانو دزخمي شويو کسانو  اوسنى حالت د ډاډ وړ وباله

دهلمند والي وياند  محمد داؤد احمدي د پېښې د پخلي ترڅنګ وويل چې پېښه د يوې امنيتي کمپنۍ د ساتونکو تر منځ شخړې له كبله رامنځته شوې چې په پايله کې يې درې تنه مړه او درې ټپيان شوي دي.

احمد ې د کمپنۍ د نوم په اړه ځکه څه ونه ويل چې وايي  دغه کمپنۍ د ولايت د اړوندو امنيتي  ادارو سره راجيسټر نه ده او د کاروانونو ساتنه يې پر غاړه ده.

د يادونې وړ ده چې يوه اونۍ وړاندې ورته يوې امنيتې کمپنۍ په ساتونکو د بم چاودنه وشوه چې له كبله يې امنيتي كسانو ته مرګ ژوبله واوښتله.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA