ads

پر بګرام هوايي ډګر د وسله والو طالبانو بريد

د بګرام د هوايي ډګر پر يوې امنيتي پوستې نن سهار وختي يو شمير وسله والو كسانو بريد وكړ، چې  په پايله كې يې يو تن بريد كونكى  نيول شوى او دوو يې ځانونه الوزولي . د بګرام د هوايي ډګر پر يوې امنيتي پوستې نن سهار وختي يو شمير وسله والو كسانو بريد وكړ، […]

نویسنده: TKG
29 غویی 1389

د بګرام د هوايي ډګر پر يوې امنيتي پوستې نن سهار وختي يو شمير وسله والو كسانو بريد وكړ، چې  په پايله كې يې يو تن بريد كونكى  نيول شوى او دوو يې ځانونه الوزولي .

د بګرام د هوايي ډګر پر يوې امنيتي پوستې نن سهار وختي يو شمير وسله والو كسانو بريد وكړ، چې  په پايله كې يې يو تن بريد كونكى  نيول شوى او دوو يې ځانونه الوزولي .

د پروان امنيه قوماندان عبدالرحمان سيد خيلي كليد ته وويل،چې  نن سهار وختي يو شمير وسله والوكسانو د بګرام هوايي ډگر په يوې اړونده امنيتي پوستې بريد وكړ، چې د امنيتي ځواكونو له سخت غبرګون سره مخامخ شول .

خوناټو وايي، چې په بګرام کې د امريکايي ځواکونو پر اډې د وسله والو طالبانو په حمله کې اووه تنه حمله کوونکي وژل شوي او څلورامريکايي پوځيان ژوبل شوي دي.

يو شمېر وسله والو طالبانو نن سهار وختي د بګرام هوايي اډې پر دروازې بريد وکړ او هڅه يې وکړه چې بګرام هوايي اډې ته ننوځي .

د طالبانو يوه وياند ذبيح الله مجاهد ادعا وکړه چې شلو وسله والو طالبانو نن پر بګرام هوايي اډې بريد وکړ او څلورتنه ځانوژونکي وتوانېدل چې له لومړۍ دروازې تېرشي او له امريکايي ځواکونو سره جګړې ته دوام ورکړي .

طالبان په داسي حال کې خپلې حملو ته زور وركړى، چې  جمهور رئيس د سولې د بهير د چټکولو لپاره د سولې ملي مشورتي جرګه وربللې او وايي چې د دې جرګې او له طالبانو سره د سولې د هلو ځلو د پر مخ بېولو لپاره يې د امريکا ملاتړ ترلاسه کړى دى.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA