ads

لغمان ولايت كې د اتو پاكستانيو نيول

د لغمان چارواکي په دې ولايت کې د ځنګلونو د پرې کولو په تور د اتو پاکستاني وګړو د نيولو خبر ورکوي. د ياد ولايت د والي وياند ګل رحمان همدرد وايي دا کسان  څو ورځې په  اليشنګ ولسوالۍ کې د ځنګله غوڅولو له وسايلو سره يو ځاى د ملي امنيت کارکوونکيو نيولي خو ده […]

نویسنده: TKG
29 غویی 1389

د لغمان چارواکي په دې ولايت کې د ځنګلونو د پرې کولو په تور د اتو پاکستاني وګړو د نيولو خبر ورکوي.

د ياد ولايت د والي وياند ګل رحمان همدرد وايي دا کسان  څو ورځې په  اليشنګ ولسوالۍ کې د ځنګله غوڅولو له وسايلو سره يو ځاى د ملي امنيت کارکوونکيو نيولي خو ده يې د نيول کېدو کومه کره نېټه نه ده په ډاګه كړې.

 

 

 

د لغمان چارواکي په دې ولايت کې د ځنګلونو د پرې کولو په تور د اتو پاکستانيو د نيولو خبر ورکوي.

د ياد ولايت د والي وياند ګل رحمان همدرد وايي دا کسان  څو ورځې په  اليشنګ ولسوالۍ کې د ځنګله غوڅولو له وسايلو سره يو ځاى د ملي امنيت کارکوونکيو نيولي خو ده يې د نيول کېدو کومه کره نېټه نه ده په ډاګه كړې.

همدرد دا هم وايي چې نيول شوي پاکستانيان څارنوالۍ ته د څېړنو په نيت سپارل شوي.

د لغمان چارواکي وروسته تر هغې د دغو کسانو د نيول کېدو وايي چې د ځينو په اند د کونړ د ځنګلولو په شان هلته هم پر ځنګلونو  د خپلسرو وسله والو تالان روان دى.

يو شمېر ځايي استوګن که څه هم چارواکي په دې کار کې په شراکت تورنوي خو د چارواکو وينا ده چې د ځنګله ساتنې پوره تيارى يې نيولى

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA