ads

كريم خليلي ته د ولسي جرګې ضرب العجل

ولسي جرګې د خپلې عمومي غونډې ته دولسمشر د دويم مرستيال كريم خليلي د نه ورتګ په غبرګون كې هغه ضرب العجل وټاكه. دولسي جرګې دچارشنبې په ورځ عمومي غونډې ته دولسمشرددويم مرستيال كريم خليلي په نه ورتګ يوشمېروكيلان وقهرېدل.   ولسي جرګې د خپلې عمومي غونډې ته دولسمشر د دويم مرستيال كريم خليلي د […]

نویسنده: TKG
29 غویی 1389

ولسي جرګې د خپلې عمومي غونډې ته دولسمشر د دويم مرستيال كريم خليلي د نه ورتګ په غبرګون كې هغه ضرب العجل وټاكه.

دولسي جرګې دچارشنبې په ورځ عمومي غونډې ته دولسمشرددويم مرستيال كريم خليلي په نه ورتګ يوشمېروكيلان وقهرېدل.

 

ولسي جرګې د خپلې عمومي غونډې ته دولسمشر د دويم مرستيال كريم خليلي د نه ورتګ په غبرګون كې هغه ضرب العجل وټاكه.

دولسي جرګې دچارشنبې په ورځ عمومي غونډې ته دولسمشرددويم مرستيال كريم خليلي په نه ورتګ يوشمېروكيلان وقهرېدل.

وكيلانو ويل چې استا خليلي ته پكار ده چې د ورستېو طبيعي پېښو او سېلابونو له امله زيانمنو كورنيو سره د مرستې او په راتلونكي كې د طبيعي پېښو په وړاندې د اضطراري حالت د كړنو او پلانونو په اړه ولسي جرګې ته معلومات وركړي.

وكيلانو د ولسي جرګې غونډې ته د كريم خليلي دا څويم ځل نه تګ د ملي شورا پر وړاندې سپكاوى، توهين او د اساسي قانون خلاف عمل وباله.

وكيلان زياتوي چې كه چېرې استا كريم خليلي تر راتلونكې شنبې پورې ولسي جرګې ته حاضر نه شو نو د خپلې دويمې دندې يعني د طبيعي پېښو پر وړاندې د اضطري حالت د كمېټې له رياست څخه دې استعفاوكړي.

يو شمېر نور وكيلان  ولسي جرګې ته د استاخليلي نه ورتګ يو طرفه او قومي برخورد وباله.

د غونډې په پاى كې د ولسي جرګې رئيس محمديونس قانوني اعلان وكړ كه چېرې استاد كريم خليلي د شنبې په ورځ د ولسي جرګې عمومي غونډې ته حاضر نه شواو وكيلانو ته يې د اضطراري حالت د كمېټې د كړنو په اړه معلومات ورنه كړل نو د اضطرار كمېټې له رياست څخه دې استعفا وكړي.

د ولسي جرګې يو شمېر غړي وايي د ورستيو طبيعي پېښو سره خورا ډېره مالي مرسته وشوه، خو د يو شمېر مشخصو كسانو جېبونو ته لاړې او هغسې چې مرسته په انډوليزه توګه د هېواد له ټولو زيانمنو سره شوې وه ونه شوه.

د يو شمېر نورو وكيلانو په وينا د استاد خليلي نه ورتګ ولسي جرګې ته قومي شخړوته لمن وهل په ګوته كوي. دوى زياتوي چې ښايي استاد خليلي د هزاره ګانو او كوچيانو ترمنځ د رامنځته شوې پېښې له امله ولسي جرګې ته نه حاضريږي.

د يادولو وړ ده چې ولسي جرګه په داسې حال كې د ولسمشر دويم مرستيال استاد كريم خليلي د معلوماتو په اړه دغې جرګې ته غواړي چې د ورستېو سېلاٰبونو په ټول هېواد كې شاوخوا دوه سوه كسان مړه او په زرګونه هكتاره ځمكه يې وړې ده چې تر دې مهاله له زيانمنو كورنيو سره شاوخوا شپږ سوه او اتيا ميليونه ډالره مرسته شوې ده.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA