د غويي په ۲۸ مه سهار څه باندې اته بجې د كابل په جنوب دارالامان څلور لاري كې ځانمرګى بريد وشو چې په ترڅ كې يې نږدې ۱۸ تنه ووژل شول.
پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې د بهرنيو ځواكونو كاروان پر سړك روان و او د عيني شاهدانو په وينا د ځانمرګي موټر يې كتار ته ور ننوت.

د چارواكو په وينا په دغه پېښه كې نږدې ۱۸ تنه چې ۶ هغه يې بهرنيان دي وژل شوي او څه د پاسه ۵۰ تنه ټپيان شوي دي.
په كابل كې ميشتو بهرنيو ځواكونو د يوې خبر پاڼې له لارې د خپلو شپږو تنو وژل شويو او يو شمېر نورو ستېرو د ټپي كېدو پخلى كړى دى.
د عيني شاهدانو په وينا بريد دومره زورور و چې پېښې ته نږدې يې د ډيرى كورنو ښييښې ماتې كړي دي.
ياد ځانمرګى بريد په تېرو دوه درې مياشتو كې لومړنى هغه و چې له كبله يې څه باندې ۶۰ تنو ته مرګ ژوبله وواښته او نږدې ۱۶ موټره ويجاړ شول.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ