ads

کندهار او د ککړچاپیریال ستونزې

د هېواد د نورو ولايتونو په څېر د كندهار ولايت په نفوسو كې هم زياتوالى راغلى او له همدې كبله د كندهار ښار په هره سيمه كې ګڼه ګوڼه د نورو وختونو په پرتله زياته شوې او د ښار چاپېريال هم ككړ شوى دى. د هېواد د نورو ولايتونو په څېر د كندهار ولايت په […]

نویسنده: TKG
28 غویی 1389

د هېواد د نورو ولايتونو په څېر د كندهار ولايت په نفوسو كې هم زياتوالى راغلى او له همدې كبله د كندهار ښار په هره سيمه كې ګڼه ګوڼه د نورو وختونو په پرتله زياته شوې او د ښار چاپېريال هم ككړ شوى دى.

د هېواد د نورو ولايتونو په څېر د كندهار ولايت په نفوسو كې هم زياتوالى راغلى او له همدې كبله د كندهار ښار په هره سيمه كې ګڼه ګوڼه د نورو وختونو په پرتله زياته شوې او د ښار چاپېريال هم ككړ شوى دى.

د کندهار يو شمېر ښاريان د چاپيريال له ککړتيا څخه سر ټکوي او وايي، په ښار كې يې بدبويي زياته شوې او ښكلا يې له منځه تللې ده.

د ښاريانو په خبره، كه ښار يې همداسې ناولى پاتې شي، نو له ډول ډول ناروغيو سره به لاس او ګريوان شي.

د کندهار د نوي  ښار اوسيدونکى محبوب الله د چاپېريال د ککړتيا سبب د موټرونو لوګي، ګرد او غبار بولي.

د ده په وينا، كله چې موټرونو ته تېل او مبلين  يو ځاى وراچول کيږي او يا يو ځاى سوځول کيږي، نو له همدې كبله داسې ستونزې منځته راځي: ((اوس هم په کندهار ښار کې ډېرى هغه موټرونه، چې له  کاره لوېدلي يا زاړه شوي دي تګ او را تګ کوي، چې لوګي يې د ښار د هوا د ککړتيا سبب ګرځي. که چېرې د دغو زړو او له کاره لوېدلو موټرونو پر تګ او راتګ بنديز ولګيږي او يا يې مخنيوى وشي، نو د هوا د ككړتيا مخه به ونيول شي.))

ډېرى کسان د چاپېريال ککړتيا د دولت او خپله د ښاريانو نه پاملرنه په ګوته کوي. امين الله، چې د دغو كسانو له ډلې څخه دى كليد اوونيزې ته يې داسې وويل: ((د هټيوالو، سوداګرو او دولت د نه پاملرنې له كبله د ښار هوا ډېره ککړه شوې ده. که چيرې ښاريان دا فکر وکړي، چې دا ښار زموږ کور دى او هر سړى د خپل کور د پاکۍ لپاره يوه اندازه پيسې مصرف کړي، نو هوا به له ككړتيا څخه وژغورل شي.))

د ډاكټرانو په وينا، له ككړې هوا او ناپاكه چاپېريال څخه انسانانو ته ډول ډول ناروغۍ پيدا كيږي.

د كندهار ښار يو تن ډاكټر عبدالوهاب واثق د ناپاكه چاپيريال په اړه وايي: ((داسې ناروغۍ هم شته، چې د هوا له لارې له يوه ځایه بل ځای ته انتقاليږي. همدارنګه يو شمېر مكروبونه انسانانو ته د خولې له لارې داخليږي او له كبله يې خلکو ته قی، اسهالات او… رامنځته كيږي.))

د واثق په وينا، که چيرې د هوا ککړتيا زياته شي، ښايي له کبله یې محیط د سرطاني او تنفسي ناروغیو په دیره ځای واوړي.

بل خوا په کندهار کې د چاپېريال ساتنې رياست مسوول غلام محمد روشن وايي، د دوى اداره يوازې د څار او نظارت دنده لري. هغه کليد اوونيزې ته وويل: (( زموږ اداره له هغو ادارو څخه نه ده، چې په خپله فعاليت وكړي او د ښار کثافات راټول کړي. موږ د دې لپاره ځانګړې بودجه او پيسې نه لرو او يوازې دا دنده لرو، چې د چاپېريال د ککړتيا د مخنيوي اړونده ارګانونو ته مشورې ورکړو، تر څو هوا ککړه نه شي.))

د هغه په خبره، دوی كولاى شي اړونده ارګانونو ته يوازې د حل لارې چارې ورپه ګوته كړي او په دې برخه کې بریالي هم ختلي.

دى وايي، چې په ښار كې يې يوه سروې هم كړې او په وينا يې، د ښار په شاوخوا کې د خښتو او کلالۍ بټۍ دي، چې هغه بايد له ښاره لرې پرتو سيمو ته ولیږدول شي: ((هغه زاړه موټرونه، چې کاربن زيات توليدوي، بايد ودرول شي او د هغو پلاستيکونو سوځول، چې ناوړه اغېز لري د هغو مخه دې هم ونيول شي، د ټیرونو او ربړي موادو له سوځولو دې لاس واخیستل شي.))

پورتنیو مواردو ته په پام د کندهار ښاروال غلام حيدر حميدي  له کليد اوونيزي سره د يوې لنډې مرکې په ترڅ کې د چاپېريال په ساتنه كې د كندهار ښاريان پړه وبلل، هغه وویل : (( په ښار کې د ويالو پاکونه د نيالګيو ايښودنه او د تفريحي پارکونو رغول دا په خپله د چاپېريال ساتنې لپاره يو ډول کار کول دى، خو په کندهار ښار کې ډېرى هټيوال  پر پلیو لارو د مارکېټونو مخې ته پياز، پټاټې، روميان او … ، چې ګنده شوي وي غورځوي. همدغو ګنده څيزونو سيمه ډېره ککړه کړې او زيات شمېر ستونزې يې پيدا کړې دي.))

د کارپوهانو په وینا په افغانستان كې په جبري ډول په ښارونو كې د كورنيو مېشتېدنه زياته شوې او له نورو هېوادونو راستنېدونكې كورنۍ هم په ښارونو كې ژوند غوره بولي، ځكه نو په لويو ښارونو كې د خلكو شمېر د بل هر وخت په پرتله زيات دى او د نورو ولايتونو په نسبت د دغو ښارونو هوا ناپاكه شوې ده، چې زياتې ستونزې هم په ښارونو كې دي.

د اقتصاد د پوهنځي لیسانس عبدالحمید بابی وايي:(( هغه دولتي ځمکې چې شاړې پرتې دي په كار ده دولت دغه ځمكېپر خلكو او خصوصي سكټور ووېشي، چې كرنه ورباندې وشي او د چاپېريال ناپاكي هم كمه شي.))

د ډاكټرانو او يو شمېر کارپوهانو په وينا، که چېرې د چاپېريال په ساتنه کې اړوند ارګانونه او خپله ښاريان په ګډه کار تر سره کړي، له يوې خوا به د ډول ډول ناروغيو مخه نيول شوې وي او له بلې خوا به ښاريانو ته د پاکې او تازه هوا د تنفس کولو زمينه هم برابره شوې وي.

 

 

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA