ads

په ننګرهار کې د خپلسرو کورونو جوړېدل

په ننګرهار کې د بهسودو ولسوالۍ په  منځ  کې د کابل بهيدونکي سيند غاړې ته د جوړېدونکو خپلسرو ودانيو او کورونو شمېر ورځ  تر بلې زياتيږي. په ننګرهار کې د بهسودو ولسوالۍ په  منځ  کې د کابل بهيدونکي سيند غاړې ته د جوړېدونکو خپلسرو ودانيو او کورونو شمېر ورځ  تر بلې زياتيږي. د بهسودو ولسوالۍ […]

نویسنده: TKG
28 غویی 1389

په ننګرهار کې د بهسودو ولسوالۍ په  منځ  کې د کابل بهيدونکي سيند غاړې ته د جوړېدونکو خپلسرو ودانيو او کورونو شمېر ورځ  تر بلې زياتيږي.

په ننګرهار کې د بهسودو ولسوالۍ په  منځ  کې د کابل بهيدونکي سيند غاړې ته د جوړېدونکو خپلسرو ودانيو او کورونو شمېر ورځ  تر بلې زياتيږي.

د بهسودو ولسوالۍ اوسېدونکو په کنايي اندازه وايي، چې په دې کار کې نه يوازې عام  وګړي، بلکې يو شمېر دولتي چارواکو هم  خپله ونډه اخيستې او دغلته مېشت دولتي چارواکي يې په مخنيوي کې پاتې راغلي دي.

یوشمېر ولسي خلک د سيند پرغاړه دا پرتې ځمکې دولتي او پرې جوړيدونکې ودانۍ اوکورونه د ځینو حکومتي چارواکو بولي او ګواښ کوي، که له خپلو دندو د دولتي او حکومتي چارواکو ناسمه ګټه اخېستنه همداسې روانه وي، نو د ننګرهار ګڼې نورې دولتي ځمکې به هم د زورواکو له لوري غصب کړای شي.

د بهسودو اوسيدونکی ۳۲ کلن سيد ظاهرالله د سيند دواړو غاړو ته د جوړو شويو کورونو په اړه وايي، چې ټول خپلسري او ناقانونه دي.

د هغه په ګومان د دولتي ځمکو په غصبولو کې تر هرچا زیات دولتي چارواکي لاس لري او دا کاروبارو یې په شخصي سوداګرۍ بدل کړی دی.

نوموړي کلید ته وویل:(( حکومتي چارواكو په خپله دا ستونزه لویه کړې. دوی له هغو خلکو پیسې اخلي، چې دلته کورونه جوړوي، دا هم خلکو ته ګټوره ده او هم حکومتي چارواکو ته، د حکومتي چارواکو جیبونه ډکیږي او خلک په ارزانه بیه د کورځمکه ترلاسه کوي، په بل ځای کې په دغو پیسو ځمکه نه پیداکیږي.))

د هغه په وينا د بهسودو د سیند ترغاړې د بې وسه خلکو ترڅنګ چې د رشوټ د ورکړې په بدل کې د کورونو او ځمکې خاوندان شوي، ډيرى كورونه د داسې زوراكو او غاصبو افرادو دي، چې ان د دولت زورهم پرې نه رسيږي:((دوی ته حکومتي کسان دومره هم  نه شي ویلی، چې په سترګو دې باڼه دي، دغو زورواکانو په مفته کورونه جوړ کړي، تر اوسه داسې څوك نه دی پیدا شوی چې مخه یې ونیسي؟))

د بهسودو ولسوالۍ يو بل اوسېدونکی ۲۶ کلن عبدالله  نه يوازې د غاصبانو پر کړنې نيوکه كوي،  بلكې په دې هم اندېښنه څرګندوي، چې ډيرى  وخت دغلته  ودان کورونه د سيند د مستو څپو له کبله رانړیږي او اوسني جوړېدونکي کورونه هم ترې خوندي نه ښکاري.

عبدالله وايي، د بهسودو د سيند پر غاړه  پرتې ځمکې دولتي دي خو په خبره یې چارواکي د دې لپاره په دغه سیمه کې د زورواکو د خپلسرۍ مخه نه نیسي چې چوکیو ګوښه نه کړای شي. هغه کلید ته وویل: ((دلته مافیا حکومت کوي، ځمکې یې غصب کړي او دا ټول كورونه په غير قانوني ډول جوړ شوي دي او بايد مخه يې  ونيول شي.))

د هغه په خبره په ننګرهار ولایت کې جګپوړي حکومتي چارواکي اصلا دغې موضوع ته پاملرنه نه کوي او ټول په دې هڅه کې دې چې د مطبوعاتو له دیده یې پټه وساتي. هغه وویل: ((تراوسه یوه هم پردغو خلکو زور نه دی اچولی  چې د کورونو له جوړولو ډډه وکړي، ته به وايې دا د دوی شخصي ځمکه ده، راځي په کې کورونه جوړوي، زه فکر کوم دوی ټول سره شریکان دي او یوه بل ته اړتیا لري.))

په سيمه كې مېشت خلک او د کورونو خاوندان هم دا مني چې دوی په ناقانونه توګه دا کورونه جوړي، خو وايي دوی دغه کار ته یې د مجبورۍ له کبله مخ اړولی، ځکه د سرپنا ستونزه لري.

د بهسودو سيند پرغاړه د یوه ناقانونه جوړي شوي كور خاوند غريب ګل وايي، له ډېر پخوا راهيسې يې دلته كور جوړ كړى او په وينا يې له اړې ورځې ژوند تېروي. نوموړي وویل:((كه مو خپله ځمكه لرلاى، نو ولې به  مو په دولتي ځمكه كې كور جوړاوه. له ډېرې مجبورۍ نه مو دا كار كړى. څوك غواړي، چې په پردي ځاى كې دې ژوند تېر كړي، هغه هم په داسې يو ځاى كې، چې  هر وخت د اوبو له ګواښ سره مخ وي.))

 

د غريب ګل په خبره، داسې وخت هم راغلی، چې په سيند کې د اوبو له ډېرېدو وروسته  اوبه د دوی کورونو ته پورته او دوی د کورونو پرېښودو ته اړشوي دي.

بل خوا د ښاروالۍ د ودانیزو چارو مشر انجنير نصير د اړوندو  چارواکو بې وسۍ ته په اشارې سره وويل،  دغه کورونه د ځينو  زورواکو لخوا جوړ شوي، چې د دوی ډير کارونه يې ځنډولي دي.

د نوموړي په وينا د مخنيوي لپاره يې د ولايت مقام او د بهسودو ولسوالۍ ته مکتوبونه  هم ليږلي، خو لا تر اوسه يې په دې اړه څه نه دي کړي.

خو د ننګرهار د والي ویاند احمدضيا عبدالزی په ټینګار سره وايي، چې دوی د ناقانونه کورونود جوړولو د مخنیوي لپاره ډېره هڅه کړې. هغه وويل: ((د ننګرهار ولايتي ادارې او پخپله والي  ګل آغا شيرزي،  ټولو ادارو ته لارښوونه کړې، په هرځای کې، چې دولتي ځمکې دي بايد د زورواکو لاس ته ورنه شي او په يادو ځمکو د غيرقانوني کورونو جوړولو مخنيوی وکړي.))

خو جلال آباد ښار د اوسېدونکو په وينا، دا يوازې د بهسودو د سيند غاړه نه ده، چې د ځينو زورواکو لخوا په کې په غير قانوني ډول کورونه جوړشوي،  بلکې ډېرې نورې دولتي سيمې او د ځينو بی وزلو خلکو شخصي ملکيتونه هم شته، چې  زورواکو  پرې خېټه اچولې او ځانونو ته یې قباله کړې دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA