د ننګرهار په مولوي خالص فاميلو کې نن سهار شاوخوا اته بجې ايتلافي ځواکونو ته پر يوه تېل راوړونکي ټانکر چاودنه شوې چې وېل کېږي کومه مرګ،ژوبله نه لري.
د ننګرهار په مولوي خالص فاميلو کې نن سهار شاوخوا اته بجې ايتلافي ځواکونو ته پر يوه تېل راوړونکي ټانکر چاودنه شوې چې وېل کېږي کومه مرګ،ژوبله نه لري.
د ننګرهار د امنيې قومندانۍ وياند سمونوال عبدالغفور وايي دغه ټانکر له پېښوره کابل ته تلونکى و چې يو مقناطيسي ماين پرې والوت.
د سمونوال غفور په خبره چې چاودنې له کوم ځاني تلفات پرته يوازې ټانکر په اور وسيزه او اوس يې پوليسو په تور له موټرچلوونکي او کلينډر څخه پلټنې پيل کړي.
د وسله والو طالبانو يوه وياند ذبيح الله مجاهد له ناڅرګند ځايه کليد ته په ټليفون د پېښې مسوليت پرغاړه واخېست خو د کومې مرګ،ژوبلې دعوه يې ونه کړه.
ننګرهار چې پخوا هم پکې د ايتلافي ځواکونو اکمالاتي موټرې تر ورته بريدونو لاندې راغلې وې،په خالص فاميليو کې يې دا د دې ډول لومړنى بريد ګڼل کېږي.
بلخوا وسله والو طالبانو د دې ولايت په بهسودو ولسوالۍ کې د ولسي جرګې پر يوه کوچي نوماند حاجي نذيراحمدزي د هغې چاودنې مسوليت هم منلى چې د هغه دوه ملګري يې ټپيان کړي وو
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


