ads

د غالۍ اوبدنې صنعت او نهيلي

په افغانستان كې د غالۍ اوبدنې صنعت نږدې پنځه زره كلنه سابقه لري او تر كرنې وروسته په سوداګرېز لحاظ د اقتصاد لويه او ستره برخه جوړوي او بهرته له مهمو صادراتي توكو شمېرل كېږي. په افغانستان كې د غالۍ اوبدنې صنعت نږدې پنځه زره كلنه سابقه لري او تر كرنې وروسته په سوداګرېز لحاظ […]

نویسنده: The Killid Group
27 غویی 1389

په افغانستان كې د غالۍ اوبدنې صنعت نږدې پنځه زره كلنه سابقه لري او تر كرنې وروسته په سوداګرېز لحاظ د اقتصاد لويه او ستره برخه جوړوي او بهرته له مهمو صادراتي توكو شمېرل كېږي.

په افغانستان كې د غالۍ اوبدنې صنعت نږدې پنځه زره كلنه سابقه لري او تر كرنې وروسته په سوداګرېز لحاظ د اقتصاد لويه او ستره برخه جوړوي او بهرته له مهمو صادراتي توكو شمېرل كېږي.

د دغه صنعت د توليد ډېره برخه د هېواد له شمالي ولايتونو ترلاسه كيږي او اوبدونكي په ډېر زيار او هڅو په خاص مهارت او پوهه په لوړ كيفيت د قالينو په توليد لاس پورې كوي. افغاني غالۍ د خاصو ځانګړنو له كبله په بهرنيو بازارونو كې د نورو سوداګرېزو فرشونو په پرتله له خاص شهرته برخمنې دي. خو د اندېښنې وړ خبره دا ده، چې پر دغه صنعت د افغانانو ولكه له څه وخت راهيسې راكمه شوې او ګاونډي هېوادونه يې د خپلولو په هڅه بوخت دي.

دم ګړۍ زموږ ګاوڼدى هېواد پاكستان له افغاني غاليو څخه هركال شاوخوا ۱ مليارد ډالره ګټه پورته كوي، په دې معنى، چې په سلو كې ۹۷ افغاني غالۍ د پاكستان له لارې بهرنيو هېوادونو ته صادرېږي او يوازې په سلو كې ۳ فيصده يې افغان ملي سوداګر د سوداګرۍ په هدف بهر ته لېږدوي.

د غالۍ اوبدنې پرصنعت د افغانستان د كنټرول مسئله، ځكه له حده زياته مهمه ده، چې يو يې خپل ميراث او بل د ډېرو خلكو ژوند ورپورې تړلى او ګټه يې بايد هغه ښځو، كوچنيانو، ماشومانو او كسب كارانو ته ورسيږي، چې پر دغه صنعت واكمن دي او كلونه كلونه يې په ميراثي شكل دغه صنعت مخته وړى دى.

ويل كيږي، ډېرى افغان غالۍ اوبدونكي، چې په پاكستان او نورو بهرنيو هېوادونو كې ميشت دي، پاكستاني حكومت ورته د پام وړ اسانتياوې برابرې كړې او ان دا ژمنه يې ورسره كړې، چې دوى له پاكستان څخه نه ايستل كېږي، ځمكې او د هويت تذكرې وركوي، نو په داسې يوه حالت كې، چې افغان غالۍ اوبدونكي ورسره مخ دي، د افغان حكومت او دولت دنده دا ده، چې تر هرڅه وړاندې دا كسان جذب كړي او دغو غالۍ اوبدونكو ته د هېواد په دننه كې د فعاليت او كار كولو زمينه برابره كړي.

پردې سربيره هېواد ته د بهرنيو غاليو وارداتو بيا په خپل وار د اصيلو افغاني غاليو بازار او ماركيټ له خنډونو او ننګونو سره مخ كړى دى او نوې ارقام ښيي، چې د افغاني غاليو د پلور په كچه كې ۴۴ فيصده كموالى راغلى.

بهرنۍ وارداتي قالينې له هغه غاليو سره ستر توپير لري، چې په افغانستان كې دننه په لاس جوړېږي، خو افغانان د ناسم اقتصادي وضعيت له كبله له بدې ورځې د بهرنيو غاليو پير ته اوږه وركوي او دا ټكى بيا د دې لامل ګرځي، چې د افغاني غاليو بازار كمرنګه شي.

د دې تر څنګ په بهر كې د افغاني غاليو د بازارونو د سوړوالي علت دا ګڼل كيږي، چې افغاني غالۍ د پاكستان په نوم صادريږي او يوشمېر افغان غالۍ اوبدونكي د پاكستان په انحصار كې دي او هغه څه، چې له افغانستان څخه افغان سوداګر يې صادروي بيرته د خپلو افغاني غاليو سره په رقابت كې مخ كيږي.

 

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA