ads

قومي مشرانو له مخالفينو سره د يو ځاى كېدو كواښ وكړ

د ننګرهار کې د سره رود ولسوالۍ  سلګونه قومي مشرانو نن په يوه خبري ناسته کې ګواښ وکړ چې که  تر څلورويشتو ساعتونو د بهرنيو ځواکونو لخوا نيول شوي دوه سيمه وال يې راخوشې نه شي نو د درنو لاريونونو ترڅنګ به له دولته مخ واړوي. د ننګرهار کې د سره رود ولسوالۍ  سلګونه قومي […]

نویسنده: TKG
27 غویی 1389

د ننګرهار کې د سره رود ولسوالۍ  سلګونه قومي مشرانو نن په يوه خبري ناسته کې ګواښ وکړ چې که  تر څلورويشتو ساعتونو د بهرنيو ځواکونو لخوا نيول شوي دوه سيمه وال يې راخوشې نه شي نو د درنو لاريونونو ترڅنګ به له دولته مخ واړوي.

د ننګرهار کې د سره رود ولسوالۍ  سلګونه قومي مشرانو نن په يوه خبري ناسته کې ګواښ وکړ چې که  تر څلورويشتو ساعتونو د بهرنيو ځواکونو لخوا نيول شوي دوه سيمه وال يې راخوشې نه شي نو د درنو لاريونونو ترڅنګ به له دولته مخ واړوي.

د افغانستان د  سولې کاروان مشر حاجي عبدالظاهر قدير چې د دې غونډې مشري يې کوله،خبريالانو ته وويل د تېرې جمعې پرشپه د سره رود په باولۍ کې بهرنيو ځواکونو د عملياتو پرمهال د لسو ولسي وګړو د وژنې ترڅنګ دوه نور له ځانه سره ژوندي بيولي او دوى ترې وروسته حکومت ته څلورويشت ساعته وخت ورکړى و چې بايد دغه بنديان راخوشې کړي.

ظاهر قدير زياتوي چې له دې غوښتنې يې د نېمايي مودې په پوره کېدو پرحکومت بياغږ کوي چې غوښتنه يې پوره کړي کنه د ننګرهار د ټولو ولسواليو خلک به راټول او د لاريونونو ترڅنګ به له دولته مخ وګرځوي.

په دې اړه په  ختيز کې دايتلافي ځواکونو مطبوعاتي ادارې او د ننګرهار چارواکو له خبرو ډډه وکړه خو پټه دې نه وي چې د تېرې جمعې پر ورځ هم سلګونه تنو په سره رود کې د يادې پېښې پرضد لاريون کړى و چې د پوليسو په ډزو يې د څوتنو د مرګ،ژوبلې خبرونه هم ورکړل شوي وو.

 

 

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA