چارواکي وايي چې په کونړ ولايت کې يې د يو لړ عملياتو په ترڅ کې يې درې وسلوال مخالفين وژلي دي.
دغه خبر په کابل کې د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر لخوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې ورکړل شوى دى .
چارواکي وايي چې په کونړ ولايت کې يې د يو لړ عملياتو په ترڅ کې يې درې وسلوال مخالفين وژلي دي.
دغه خبر په کابل کې د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر لخوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې ورکړل شوى دى .
په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه عمليات د ٢٠١ سېلاب قول اردو د ځواکونو لخوا دجمعې په ورځ د کنډلۍ په سيمه کې ترسره شوي دي. چې په ترڅ کې يې دوه وسلوال مخالفين له يو شمېر سپکو او درنو وسلو سره هم نيول دي.
ياد وزارت ويلي، چې په دې عملياتو کې د دوى ځواکونو ته هېڅ ډول زيان نه دى رسېدلى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


