د کونړ ښاري محکمې د کونړ د ښځو چارو پخوانى ريسه او خاوند يې د خپلې نګور د وژنې په تور د مرګ په سزا محکوم کړل.
د کونړ ښاري محکمې د کونړ د ښځو چارو پخوانى ريسه او خاوند يې د خپلې نګور د وژنې په تور د مرګ په سزا محکوم کړل.
د يادې محکمې قاضي سراج رسنيو ته وويل چې، د وژل شوې مېرمنې خاوند يې هم له دې امله په دوه کاله بند محکوم کړى دى.
سراج زياته کړه چې، د شواهدو په لرلو سره يې د جزاء قانون د ٣٩٥ مادې د لومړي، دويم او اووم بند له مخې يې يادو دوو تنو مجرمينو ته د مرګ سزا اورولې ده.
د قاضي سراج په وينا دا د دوى لومړنۍ محکمه وه، د دوى دوهمه محکمه به هم په کونړ کې کېږي او د درېيمې محکمې لپاره به تورن کسان کابل ته لېږدول کېږي .
نومړي زياته کړه، چې دغه کسان دوه نورې محکمې (استيناف او تميز) هم په مخ کې لري اوکولاي شي خپل سپيناوى وکړي .
د چارواکو په وينا ياد کسان دا مهال د کونړ په زندان کې دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


