ads

په خوست کې بمي چاودنې پنځه تنه ټپيان کړل

چارواکي وايي چې په خوست ښار كې يوځلې بيا نن سهار يوې بمي چاودنې پنځه تنه ملكي وګړي ټپيان كړل.   چارواکي وايي چې په خوست ښار كې يوځلې بيا نن سهار يوې بمي چاودنې پنځه تنه ملكي وګړي ټپيان كړل. چاودنه سهار شاوخوا اته بجې د آيسكريم خوړولو په يوه دوكان كې وشوه. د […]

نویسنده: TKG
26 غویی 1389

چارواکي وايي چې په خوست ښار كې يوځلې بيا نن سهار يوې بمي چاودنې پنځه تنه ملكي وګړي ټپيان كړل.

 

چارواکي وايي چې په خوست ښار كې يوځلې بيا نن سهار يوې بمي چاودنې پنځه تنه ملكي وګړي ټپيان كړل.

چاودنه سهار شاوخوا اته بجې د آيسكريم خوړولو په يوه دوكان كې وشوه.

د خوست امنيه قومندان مل پاسوال عبدالحكيم اسحاقزى د پېښې پخلى کړى او په اړه يې رسنيو ته ويلي چې ټپيان په روغتون كې تر درملنې لاندې دي او روغتيايي وضعيت يې د ډاډ وړ دى.

د يادولو وړ ده چې تېره ورځ هم په خوست ښار كې دوه بمي چاودنو يوكس مړ اواتلس نور ملكي وګړي، چې ډېرى يې د ښوونځي زده كوونكي وو، ټپيان كړل.

چارواكو ويلي،چې د دغو چاودنو د عاملينو د نيولو هڅې روانې دي، خو تراوسه پورې په دې ارتباط څوك نه دي نيول شوي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA