ads

په بدخشان كې مخالفينو په پوليسو بريد كړى

چارواكي وايي،چې د بدخشان ولايت په كشم ولسوالۍ وسلوالو مخالفينو بريد كړى چې په ترڅ کې يې يو پوليس ټپي شوى اود پوليسو دوه موټره له منځه تللي.   چارواكي وايي،چې د بدخشان ولايت په كشم ولسوالۍ وسلوالو مخالفينو بريد كړى چې په ترڅ کې يې يو پوليس ټپي شوى اود پوليسو دوه موټره له […]

نویسنده: TKG
26 غویی 1389

چارواكي وايي،چې د بدخشان ولايت په كشم ولسوالۍ وسلوالو مخالفينو بريد كړى چې په ترڅ کې يې يو پوليس ټپي شوى اود پوليسو دوه موټره له منځه تللي.

 

چارواكي وايي،چې د بدخشان ولايت په كشم ولسوالۍ وسلوالو مخالفينو بريد كړى چې په ترڅ کې يې يو پوليس ټپي شوى اود پوليسو دوه موټره له منځه تللي.

د بدخشان والي بازمحمد احمدي د پېښې پخلى کړى او رسنيو ته ويلي،دغه بريد چې تېره شپه تر سره شو نږدې درې ساعته يې دوام وكړ چې په پاى كې د دوى لخوا حمله كوونكي په شاوتمبول شول.

ځايي چارواکو په دغه بريد کې د مخالفينو ته د مرګ ژوبلي ادعا هم کړې خو، د کره شمېر په اړه يې څه نه دې ويلي.

طالبانو د پېښې پړه پر غاړه اخيستې خو د چارواکو دغه ادعا چې ګنې طالبانو ته پکې زيان اوښتى رد کړى.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA