ads

نړيوال سره صليب بګرام کې د يو پټ زندان پخلى کړى

د سره صليب نړيوالې کمېټې دهغو رپوټونو پخلي کړي چې وايي د افغانستان د بګرام په هوايي اډه کې يو بل پټ توقيف ځاى هم شته. د سره صليب نړيوالې کمېټې دهغو رپوټونو پخلي کړي چې وايي د افغانستان د بګرام په هوايي اډه کې يو بل پټ توقيف ځاى هم شته. سره صليب ويلي […]

نویسنده: TKG
26 غویی 1389

د سره صليب نړيوالې کمېټې دهغو رپوټونو پخلي کړي چې وايي د افغانستان د بګرام په هوايي اډه کې يو بل پټ توقيف ځاى هم شته.

د سره صليب نړيوالې کمېټې دهغو رپوټونو پخلي کړي چې وايي د افغانستان د بګرام په هوايي اډه کې يو بل پټ توقيف ځاى هم شته.

سره صليب ويلي د ۲۰۰۹ کال له اګست راهيسې امريکايي چارواکي دلته د نيول شوو کسانو نومونه دوي ته په واک کې ورکوي.

۹ تنوبنديانو بي بي سي ته ويلي چې د امريکايي پوځيانو له خوا په هغه زندان کې چې دوي يې تور زندان بولي، په جلا او سړو خونو کې ساتل کېدل او له خوبه هم بې برخې کېدل.

خو امريکا پوځونو دا رد کړي چې په بګرام کې د دغو ځواکونو په پوځي اډه کې دې بل ځانګړي زندان هم وي، خو ويلي يې دي چې د زندانيانو پر حقونو به کتنه کوي.

د رپوټونو له مخې په بګرام کې شاوخوا ٦٠٠ کسان زندانيان دي چې د بشري حقونو د ټولنو په وينا له هېڅ راز قانوني حقونو نه دي برخمن.

د کابل په شمال کې د بګرام زندان چې سلګونه افغانان پکې بنديان دي ، له ۲۰۰۱کال راهيسې دامريکا په مشرۍ ايتلافي ځواکونو تر کنټرول لاندې دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA