ads

مايك مولن: ايران له طالب جنګياليو سره پوځي مرستې کوي

د امريکا د وسله والو ځواکونو لوي درستيز مايک مولن  چې تازه يې کندهار او هلمند ته سفر کړى و پرون په کابل کې رسنيو ته وويل: پر کندهار کنټرول او هلته د طالبانو تصفيه به د افغانستان له حکومت سره مرسته وکړي، چې قوي دريځ ومومي. د امريکا د وسله والو ځواکونو لوي درستيز […]

نویسنده: TKG
26 غویی 1389

د امريکا د وسله والو ځواکونو لوي درستيز مايک مولن  چې تازه يې کندهار او هلمند ته سفر کړى و پرون په کابل کې رسنيو ته وويل: پر کندهار کنټرول او هلته د طالبانو تصفيه به د افغانستان له حکومت سره مرسته وکړي، چې قوي دريځ ومومي.

نوموړي زياته کړه چې، کندهار د طالبانو په وړاندې د جګړې دانډول دبدلولو لپاره کليدې اهميت لري.

نومړي پر ايران تور ولګاوه چې، ګواکې له مخالفينو سره پوځي مرسته کوي چې په  كندهار كې د نړيوالو ځواكونو پوځي عمليات شنډ کړي.

نومړي زياته کړه چې، په افغانستان کې د ايران اغېز مخ پر زياتېدو دى او دا هېواد د افغان دولت مخالفينو ته وسلې ورکوي چې ترڅو په افغانستان کې شته وضعيت پسې لا خراب کړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA