د ملي دفاع وزارت د جرمني ځواکونو لخوا په کندز کې د ملي اردو د شپږو سرتېرو وژنه په كلكه وغندله.
له نوموړي وزارت څخه په خپرې شوې خبرپاڼې کې راغلي دي، چې دغه سرتيري، د شنبې په شپه د كندز ولايت د چهار درې ولسوالۍ په لاره روان وو، چې د جرمني سرتېرو لخوا پرې ډزې وشوې.

په كندز ولايت كې مېشت جرمني ځواكونو د پېښې پخلى کړى او زياته کړې يې ده چې، دغه سرتيري په شخصي موټر کې سواره وو، او د تالاشۍ په سيمه كې يې د درېدو امر ونه مانه.
بل لوري ته دكندز ولايت په چهار درې ولسوالۍ كې دجمعې په ورځ ديوې وسلوالې نښتې په ترڅ كې درې الماني سرتيري وژل شوي او پنځه نور هغه ټپيان شوي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ