ads

جمهور ريس کرزي کندهار ته سفر وکړ

په ارګ کې د جمهور ريس مطبوعاتي دفتر رسنيو ته ويلي چې جمهور ريس کرزي نن سهار د يوه لوړ پوړي پلاوي په ملتيا کندهار ته سفر وکړ. په ارګ کې د جمهور ريس مطبوعاتي دفتر رسنيو ته ويلي چې جمهور ريس کرزي نن سهار د يوه لوړ پوړي پلاوي په ملتيا کندهار ته سفر […]

نویسنده: TKG
26 غویی 1389

په ارګ کې د جمهور ريس مطبوعاتي دفتر رسنيو ته ويلي چې جمهور ريس کرزي نن سهار د يوه لوړ پوړي پلاوي په ملتيا کندهار ته سفر وکړ.

په ارګ کې د جمهور ريس مطبوعاتي دفتر رسنيو ته ويلي چې جمهور ريس کرزي نن سهار د يوه لوړ پوړي پلاوي په ملتيا کندهار ته سفر وکړ.

تمه ده چې جمهور ريس کرزى به د کندهار له ځايي چارواکيو،قومي مشرانو او اوسېدونکيو سره د امنيت او بيارغونې په اړه خبرې وکړي.

جمهور ريس حامد کرزى په داسې حال کې کندهار ته سفر کوي، چې د ناټو په مشرۍ نړيوال ‌ځواکونه غواړي، چې د مارجې په څېر په کندهار کې هم پراخ نظامي عمليات پيل کړي .

ټاکل شوې ده، چې دغه پراخ نظامي عمليات به د روان زېږديز کال د جون په مياشت کې پيل او دروژې له مبارکې مياشتې څخه به مخکې پاى ته ورسېږي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA