د پروان امنيتي چارواکي وايي چې د دغه ولايت په مرکز چاريکارو کې د يوې بمي چاودنې له امله يوه ښځه او يو ځوان ووژل شو.
د پروان امنيتي چارواکي وايي چې د دغه ولايت په مرکز چاريکارو کې د يوې بمي چاودنې له امله يوه ښځه او يو ځوان ووژل شو.
پېښه تېره شپه د ( ښځه د ښځې په خدمت کې ) په نوم د يوې نادولتي موسسې په دروازه کې رامنځته شوه چې په ترڅ کې يې ، يوه ښځه او يو هلک ووژل شول .
د پروان د امنيه قوماندانۍ د اوپراسيون امر سمونوال کمال الدين رسنيو ته ويلي چې تردې دمه د پېښې په تور څوک نه دې نيول شوى، خو په اړه يې پلټنې روانې دي.
تردې مهاله د يادې پېښې پړه چا پر غاړه نه ده اخيستې.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


