ads

د جګړې بیه

اوباما د هغو ۳۰۰۰۰ سرتېرو لپاره، چې سږكال افغانستان ته استول کیږي د نورو ۳۳ مليارد ډالروغوښتنه كړې. واشنګنټن پوست لیکي: په دې کې ۹ ملیارده د الوتکو د پېرلو،۲ ملیارده ډالره له ۳۷ څخه ۶۵ ته د بې پیلوټه الوتکو د زیاتولو، ۲ ملیارده ډالره په پوله کې د پاکستان دعملیاتولپاره او13.6 ملیارده د […]

نویسنده: The Killid Group
2 غویی 1389

اوباما د هغو ۳۰۰۰۰ سرتېرو لپاره، چې سږكال افغانستان ته استول کیږي د نورو ۳۳ مليارد ډالروغوښتنه كړې. واشنګنټن پوست لیکي: په دې کې ۹ ملیارده د الوتکو د پېرلو،۲ ملیارده ډالره له ۳۷ څخه ۶۵ ته د بې پیلوټه الوتکو د زیاتولو، ۲ ملیارده ډالره په پوله کې د پاکستان دعملیاتولپاره او13.6 ملیارده د افغان او عراقي ځواکونو د تربیې او تجهیز لپاره په پام کې نیول شوي.

 

اوباما د هغو ۳۰۰۰۰ سرتېرو لپاره، چې سږكال افغانستان ته استول کیږي د نورو ۳۳ مليارد ډالروغوښتنه كړې. واشنګنټن پوست لیکي: په دې کې ۹ ملیارده د الوتکو د پېرلو،۲ ملیارده ډالره له ۳۷ څخه ۶۵ ته د بې پیلوټه الوتکو د زیاتولو، ۲ ملیارده ډالره په پوله کې د پاکستان دعملیاتولپاره او13.6 ملیارده د افغان او عراقي ځواکونو د تربیې او تجهیز لپاره په پام کې نیول شوي.

شوي لګښتونه

رویتز د امریکا د کانګرس د بودجوی دفتر( سی بی او) په نکل وايي، د ۲۰۰۱ ميلادي كال د سپټمبر له يوولسمې وروسته كانګرس د افغانستان جګړې لپاره ۳۴۵ مليارده ډالره ځانګړي كړي. د دې دفتر په وينا،  له دغې کچې ۲۲ مليارده يې د افغانستان د جګړې په تړاو په نورو هېوادونو كې لګول شوي.

عراق سره پرتله

د دې کچې كابو دوه چنده ۷۰۸ مليارده ډالر عراق كې د جګړې لپاره لګول شوي. خو په عراق كې نظامي ښكېلتيا په كمېدو او په افغانستان كې په زياتېدو ده. د ملي لومړيتوبونو پروژې په نوم يوه ناپوځي څېړنيزه ډله، چې كانګرس ته كار كوي وايي، روان مالي كال، لومړنې كال دى چې افغانستان ته ۷۲،۳ مليارده ډالر د عراق د ۶۴،۵ مليارد پرتله زياتې پيسې ځانګړې كېږي.

پوځ او پوليس

په هغو پيسو كې، چې پر افغانستان لګول شوي، ۲۵ مليارده ډالر يې د اردو او پوليس پر روزلو لګول شوي. اوباما په روان كال او راتلونكي كې د دغې چارې پرمخ وړلو لپاره د ۱۴،۲ مليارده ډالرو غوښتنه كړې. هدف د داسې امنيتي ځواكونو شاته پرېښودل دي، چې د امريكا له وتلو وروسته د جګړې مسوولیت واخلي.

 

راتلونكي لګښتونه

راتلونكي لګښتونه به له دې كبله يوه پوښتنه وي، چې د سرتېرو شمېره ناڅرګنده ده. اوباما ويلي، هغه به د ۲۰۱۱ ميلادي كال په نيمايي كې له افغانستان څخه د سرتېرو وېستل پيل كړي، خو دا په وضعیت پورې تړلې ده.

په افغانستان كې د يوه سرتيري كلنى لګښت له ۵۰۰۰۰۰ تر يو مليون ډالرو پورې توپير لري. دا لګښت دې سره تړاو لري، چې آيا د سرتېرو مېشت ځايونه، سامان آلات ، تنخوا، ډوډۍ او تېل په كې شامل دي او كه نه؟

بهرنۍ مرستې

د كانګرس څېړنيزو اسنادو او د بهرنيو چارو وزارت په وينا، د خوراكي توكو او پرمختيايي مرستو په ګډون، له ۲۰۰۲ كال راپه دېخوا افغانستان سره بهرنۍ مرستې ۱۷ مليارده ډالرو ته رسيږي.

په دې برخه كې راتلونكي لګښتونه به هم يوه پوښتنه وي، ځكه ملكي فعاليتونه به د نظامي فعالیتونو پاى ته رسېدو سره سره روان وي. د بهرنيو چارو وزارت د خپلې سږنۍ بودجې توجيه كولو لپاره وايي ” اوباما روښانه كړې، په افغانستان او پاكستان كې ملكي ښكېلتيا به تر هغه وروسته هم دوام وكړي، چې پوځونه راستانه شوي وي.”

په غوښتل شوې بودجه كې ۲ مليارده ډالر په ۲۰۱۰ كال كې د “ملكي استحكام ستراتيژۍ” پلي كولوته بیله شوې ده.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA