خیام/ ژباړه عبدالباري جهانی
رباعي
هغه می رالره راکه چې مې روح په تازه کېږي
که څونه مست خراب یم لا مې زړه ورته مستېږي
راته ډکې پیالې راوړه چې ژوندون ټول افسانه ده
او دا عمر بې وفا دی لکه باد هسې تېرېږي
***
اندېښنه د عمرمه که له شپېتو کلو دپاسه
دلته هر قدم چې اخلې له مستیو ورته راسه
یوه ورځ به دې له خاورو کلالان کوزه کي جوړه
ژر کوزه له اوږې کېږده پیاله مه اېږده له لاسه
کلیدگروپ را در تویتر و فیس بوک دنبال کنید