ads

د جرګو وطن ولې د جګړو پر وطن اوښتی؟

د نــړۍ هېــڅ هېــواد بــه لــه ســيمه ييزو شــخړو خــاص نــه وي او دا ډول ډېــری ســتونزې یــې د محاکمــو لــه لارې اوارېــږي، خــو افغانســتان هغــه هېــواد دی چــې خلــک یــې اوس هــم د خپلــو شــخړو د حــل لپــاره جرګــې تــر محاکمــو غــوره بــولي. په جرګو او ســيمه ييزو شــوراګانو کې د ســيمې د مخــورو، […]

نویسنده: The Killid Group
1 عقرب 1396
د جرګو وطن ولې د جګړو پر وطن اوښتی؟

د نــړۍ هېــڅ هېــواد بــه لــه ســيمه ييزو شــخړو خــاص نــه وي او دا ډول ډېــری ســتونزې یــې د محاکمــو لــه لارې اوارېــږي، خــو افغانســتان هغــه هېــواد دی چــې خلــک یــې اوس هــم د خپلــو شــخړو د حــل لپــاره جرګــې تــر محاکمــو غــوره بــولي. په جرګو او ســيمه ييزو شــوراګانو کې د ســيمې د مخــورو، دينــي عالمانــو او قومــي مشرانــو شــتون هغــه څه دي چــې د جرګــو اغېــز يــې زيــات کــړی او همــدې جرګــو پــه لــوړه کچــه د هېــواد پــر ټولنيــز او ســياسي ثبــات هــم څرګنــد اغېــز درلودلــی دی. د هېــواد پــه اوســنۍ جګــړه کــې پــه زرګونــو قومــي مــشران، ديني عالمــان او ســيمه یيز مخــور د ځنځــري وژنو ښــکار شــول. دا ټول هغه کســان وو چــې ډېــری لويــې شــخړې یــې پــه لــږ وخــت کــې اوارولای شــوای.

 

د ولــس او حکومــت تــر منــځ یــې پــل جــوړ کــړی و او د ســيمه یيزې حکومتولــۍ پــه ټينګښــت او پــر دولــت د بــاور پيــدا کولــو کــې یــې ځانګــړی رول درلــود. د روڼ انــدو پــه وينــا، همــدا علــت و چــې د افغانســتان دښــمنانو لومړی دغــه اشــخاص خپــل اهــداف وګرځــول. پــه افغانســتان کــې قبيلــوي جوړښــتونه، ځينــې کلتــوري مســایل، د پوهــې د کچــې کموالــی او د عامــه افــکارو کمزورتيــا د ســيمه یيــزو شــخړو عمــده علتونــه بلــل کېــږي. د نظــر خاونــدان وايــي چــې د دولــت مخالفــې ډلې لــه دغو فرصتونــو د خپلــو ليکــو د پياوړتيــا لپــاره ښــه اســتفاده کوي او پــه اوس وخــت کــې چــې د جرګــو اغېــز کــم شــوی او ســيمه یيزه حکومتــولي کمــزورې شــوې ده، نــو ســيمه ييزو شــخړو د جګــړې اور تــه د ســون توکــو حيثيــت خپــل کــړی دی. د افغانســتان د بشري او پرمختيايي خدمتونو ادارې او کلیــد ګــروپ د کانټرپــارټ نړيوالــې ادارې پــه همــکارۍ پــه کندهــار کــې د ســولې پــه تــړاو د مــدني ټولنــو د همغــږۍ غونــډو یــوه لــړۍ پيــل کــړې ده چــې يــوه غونــډه یــې د ســيمه یيــزو شــخړو اســبابو او حــل لارو تــه ځانګــړې وه او پر دې بحثونه وشــول چې ســيمه ييزې شــخړې د ســولې بهر څــه ډول اغېزمنولــی شي؟ د بحــث لپــاره قومــي مخــور، د پوهنتون اســتادان او د مدني بنســټونو اســتازي بلل شــوي وو. د بحــث مهــم ټکــي دا وو چــې کوچنــۍ ســيمه ييزې شــخړي څنګــه په لويــو شــخړو بدلېــږي؟

د دولــت مخالفې ډلــې د خپلــو ليکــو ډکولــو لپاره څنګه د ســيمه يیزو شــخړو لــه قربانيانــو اســتفاده کــوي؟ او بالاخــره ســيمه یيــزې شــخړې څنګــه د ناامنيو په ډېرښــت او د جګــړې په پياوړتيا کــې مهــم رول خپلــوي؟ ډېــری ګډونــوال پــه دې نظــر وو چــې د افغانســتان جګــړه پــر افغانانــو تپــل شــوې او پــردۍ جګــړه ده چــې د ســیمې اســتخبارات او نړيــوال قدرتونه یې تمويلــوي، خــو د ټولــو د هوکــړې ټکــی دا و چــې پــه دې جګــړه کــې کارېدونکــي جنګيــالي د ســيمه یيزو شــخړو، بــې عدالتيــو او بــې روزګارۍ څخه ســتړي افغانــان دي چې وســلې یــې اخيســتې او وروســته بيــا د دولــت د مخالفينــو لــه خــوا د جګــړې لپــاره کارول شــوي دي. دوی دا هــم ويــل چــې د ســيمه ييزو شــخړو حــل پــه بشــپړ ډول ســوله نــه شي قایمــولای، خــو جګــړه کمــزورې کــولای او ســولې تــه لاره اوارولای شي.

 

لــه دغــو نظرونــو معلومــه شــوه چــې ســيمه یيزې شــخړې پــر ســوله مســتقيم اغېــز لــري. اوس پوښــتنه دا ده چــې ســيمه یيــزې شــخړې ولــې پــه لويــو شــخړو بدلېــږي او ولــې لــه دواړو لــورو څخــه يــو یــې د وســله والــو ليکــو تــه ځــي؟ داســې هېــواد بــه پــه نــړۍ کې نــه وي چــې ســيمه یيزې شــخړې دې پکــې نــه وي، خــو زمــوږ پــه هېــواد کــې ســيمه یيزې شــخړې ولــې دومــره لويــې شي چــې د يــوې ســيمې امنيت تــه ګــواښ پېښ کــړي؟ فعالانو پــه دې برخــه کــې څــو علتونــه پــه ګوتــه کــړل. لومــړی دا چــې پــه افغانســتان کــې د ســواد کچــه ښــکته ده او عامــه افــکار کمــزوري دي چې له ســببه یې ســيمه یيزې شــخړې هــم زياتــې دي. دويــم دا چــــې د حکــومــــت د حاکميــت ســاحه تنګــه ده او تــر حاکميــت لانــدې ســيمو کــې یې هم حکومتــولي کمــزورې ده چــې نــه خلکــو تــه غــوره خدمتونه وړانــدې کــولای او نــه هــم عدالــت قایمــولای شي. درېيم دا چــې جرګــو خپــل پخوانــی ارزښــت لــه لاســه ورکــړی، ځکه زورواکــو او فاســدو خلکــو پکــې نفــوذ کــړی دی. څلــورم هــم دا چــې پــه لــرې پرتــو ســيمو کــې تــر اوســه خــاني او ملکــي مســلطه ده، زورواکــی غالــب او کمــزوری مغلــوب دی. همدغــه زورواکان د حکومــت لــه امکاناتو په اســتفادې خپــل واک چلــوي.

پــه پایلــه کــې يــې بــې وزلــه او کمــزوري وګــړي مجبورېــږي چــې د وســله والــو څنــګ ونيــي.د ځينــو ګډونوالــو نظــر بیــا دا وو چــې دا جګــړه انتقامــي ده او ډېــری جنګيــالي يــې د دولــت لــه بــې عدالتيــو، د زورواکانو لــه حاکميــت، د اجرايــه قــوې لــه ظلمونــو او د خپلــو حقونو د تــر پښــو لانــدې کېــدو لــه کبلــه د جګــړې ليکــو تــه تلــي دي،

نــو ترهغــې چــې لومــړی لــه دوی سره ســوله ونــه شي، راضي نــه کــړل شي، انصــاف ورسره ونــي، نــو د هېــواد پــه ســطحه د ســياسي ســولې ارمــان به مو همداســې نيمګړی وي. د ټولــو فعالانــو او روڼ انــدو پــه نظــر څــو حــل لارې وړانــدې شــوې چــې لــه مخــې يــې ســيمه ييــزې شــخړې کمېدلای شي او د ســولې له ټينګښــت سره مرســته کولای شي. لومــړی دا چــې، حکومــت دې ســيمه ييزه حکومتولي قــوي کــړي او د زورواکــۍ مخــه دې ونيــي. پــه دويــم قــدم کــې دې، عامــه افــکار جــوړ کــړي او پــه لــرې پرتــو ســيمو کــې دې ښــوونيز سيســټم پيــاوړی کــړي، نــوي نســل تــه بايــد د وطندوســتۍ احســاس ورکــړل شي او هغــوی تــه دې لــه کوچنيــوالي څخــه اهــداف وټــاکل شي، څــو چــې دوی لويېــږي هغــه اهــداف لاســته راوړي او د جګړې ذهنيت کله هــم ورتــه پيــدا نــه شي.

د دوی پــه نظــر، حکومــت دې د ولســواليو د خلکــو بــاور خپــل کــړي او هغــوی تــه دې عامــه او بــشري خدمتونــه ورســوي ترڅــو هغــوی حکومــت د ځــان وبــولي. د جرګــو او مرکــو هغــه پخوانــی بــرم دې راژونــدی کــړي، ترڅــو همدغــه قومــي مــشران او مخــور د دولــت او خلکــو تــر منــځ واټــن راکــم کــړي.

احمدالله څرګند

کلیدگروپ را در تویتر و فیس بوک دنبال کنید
طراحی و توسعه توسط تکشارک - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA