ads

قريشي: طالبان دې له افغان حكومت سره خبرې وكړي

د پاكستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي له طالبانو غواړي، چې له افغان حكومت سره له خبرو نه كولو لاس واخلي او افغان اوږدمهالې شخړې ته له سياسي لارې د پاى ټكى كېږدي.

نویسنده: mayar
21 مرغومی 1397
قريشي: طالبان دې له افغان حكومت سره خبرې وكړي

د پاكستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي له طالبانو غواړي، چې له افغان حكومت سره له خبرو نه كولو لاس واخلي او افغان اوږدمهالې شخړې ته له سياسي لارې د پاى ټكى كېږدي.
نوموړى وايي، ترڅو چې افغانان په خپلو كې سره كېنه ني او خبرې ونه كړي، بهرنيان به ورسره لږه مرسته كوي.
په ورته وخت كې د پاكستان د بهرنيو چارو وزارت وياند محمد فيصل ويلي، اسلام اباد باور لري، چې بين الافغاني مذاكرات په افغانستان كې د روانې شخړې د حل يوازينۍ بريالۍ لاره ده.
دا په داسې حال كې ده، چې د سولې عالي شورا د دارالانشاء د رئيس او د سولې د سيمه ييزې اجماع لپاره د جمهور رئيس د ځانګړي استازي محمد عمر داودزي په مشرۍ افغان پلاوي پاكستان ته د څلور ورځني سفر په مهال د دغه هېواد له يو شمېر چارواكو او سياسي او مذهبي څېرو سره وليدل او له هغوى يې د افغانستان د سولې په بهير كې د همكارۍ غوښتنه وكړه.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA