ads

د سولې عالي شورا پاكستان ته د افغان پلاوي سفر له لاسته راوړنو ډك وباله

د سولې عالي شورا د دې شورا د دارالانشاء د رئيس او د سولې د سيمه ييزې اجماع لپاره د جمهور رئيس د ځانګړي استازي محمد عمر داودزي په مشرۍ پاكستان ته د افغان پلاوي څلور ورځنى سفر له لاسته راوړنو ډك بولي.

نویسنده: mayar
21 مرغومی 1397
د سولې عالي شورا پاكستان ته د افغان پلاوي سفر له لاسته راوړنو ډك وباله

د سولې عالي شورا د دې شورا د دارالانشاء د رئيس او د سولې د سيمه ييزې اجماع لپاره د جمهور رئيس د ځانګړي استازي محمد عمر داودزي په مشرۍ پاكستان ته د افغان پلاوي څلور ورځنى سفر له لاسته راوړنو ډك بولي.
د سولې عالي شورا وياند سيد احسان طاهري نن له كليد سره په خبرو كې هيله څرګنده كړه، چې اسلام اباد به دا ځل خپلې ژمنې پوره او عملي ګامونه پورته كړي.
طاهري وويل، افغان پلاوي د خپل دغه سفر په مهال د پاكستان له پوځي او حكومتي چارواكو او مذهبي رهبرانو سره وكتل او د افغانستان د سولې پر بهير يې ورسره خبرې وكړې.
د نوموړي په وينا، له پاكستاني مذهبي رهبرانو سره په ليدنو كې د افغانستان او پاكستان د ديني عالمانو د ګډې غونډې پر جوړولو بحثونه وشول.
د يادونې وړ ده، چې د داودزي په مشرۍ د سولې عالي شورا پلاوى د تېرې سې شنبې په ورځ اسلام اباد ته تللى و او نن بېرته كابل ته راستون شو.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA