ads

نن په ټوله نړۍ کې د کډوالۍ نړيواله ورځ نمانځل کېږي

نن د ډسمبر ۱۸مه نېټه د کډوالۍ نړيواله ورځ ده، چې د افغانستان په ګډون د نړۍ په ډېرو هېوادونو كې نمانځل كېږي.

نویسنده: mayar
27 لیندۍ 1397
نن په ټوله نړۍ کې د کډوالۍ نړيواله ورځ نمانځل کېږي

نن د ډسمبر ۱۸مه نېټه د کډوالۍ نړيواله ورځ ده، چې د افغانستان په ګډون د نړۍ په ډېرو هېوادونو كې نمانځل كېږي.
افغانستان دا ورځ په داسې حال كې نمانځي، چې اوس مهال ميليونونه افغانان په نورو هېوادونو كې د كډوالۍ ژوند كوي.
د روان ۲۰۱۸م ميلادي له پيله تراوسه شاوخوا ۷۰۰ زره افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي، خو ترڅنګ يې د ناامنيو او اقتصادي ستونزو له كبله په همدغه موده کې ګڼ شمېر افغانانو په اروپايي هېوادونو کې د پناه غوښتنه کړې ده.
ناامني، بېوزلي او د كاري فرصتونو نشتوالى د دې سبب شوي، چې ګڼ شمېر افغانان خپل هېواد پرېږدي.
اوس مهال د نړۍ په لسګونو هېوادونو كې شاوخوا شپږ ميليونه افغان كډوال مېشت دي.
د يادولو ده، چې د کډوالۍ نړيواله ورځ هر کال د هغو ميليونونو انسانانو د درناوي په خاطر نمانځل کېږي، چې د جګړو، بې كارۍ او يو شمېر نورو ستونزو له كبله يې خپلې اصلي سيمې پرېښي او نورو ځايونو ته كډوال شوي دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA