ads

طالبانو يو ځل بيا له افغانستانه د بهرنيو ځواكونو پر وتلو ټينګار وکړ

طالبان وايي، د متحده عربي اماراتو په ابوظبي ښار كې به يې د بېلابېلو هېوادونو له استازو سره د سولې خبرې نن هم دوام ولري.

نویسنده: mayar
27 لیندۍ 1397
طالبانو يو ځل بيا له افغانستانه د بهرنيو ځواكونو پر وتلو ټينګار وکړ

طالبان وايي، د متحده عربي اماراتو په ابوظبي ښار كې به يې د بېلابېلو هېوادونو له استازو سره د سولې خبرې نن هم دوام ولري.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد نن سهار كليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه كې ويلي، د طالبانو د سياسي دفتر غړو پرون په يوه ځانګړې غونډه کې د سعودي عربستان، پاکستان او متحده عربي اماراتو له لوړپوړو چارواکو سره تفصيلي خبرې وكړې.
په خبرپاڼه كې راغلي، په دې غونډه کې له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو د وتلو او په دې هېواد كې د امن او بيارغونې په اړه نظرونه تبادله شول.
د سرچينې په وينا، د يادو هېوادونو د استازو په ګډون د ورځې په پاى کې د افغانستان د سولې لپاره د امريكا د بهرنيو چارو وزارت له ځانګړي استازي زلمي خليلزاد سره هم ابتدايي خبرې وشوې او نن به هم د مذاكراتو لړۍ دوام ولري.
بل پلو افغان حكومت تاييد كړې، چې په دغو غونډو كې يې د ګډون په هدف يو پلاوى متحده عربي اماراتو ته لېږلى، خو طالبانو له دې پلاوي خبرې رد كړې دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA