د فرانسې لومړي وزير اډوارډ فيليپ په دې هېواد کې د ژېړ واسکټ په نوم د لاريونونو له دوام وروسته ويلي، حكومت تېروتنه کړې او په کافي توګه يې د خلکو غوښتنو ته پام نه دی کړی.
د فرانسې خبري اژانس وايي، ۶۶ زره فرانسويان لارو کوڅو ته راوتلي او د حکومت په ضد لاريونونه کوي.
دا لاريونونه وروسته له هغې پيل شول، چې حکومت پر سون توكو ماليه لوړه کړه. تر دې مهاله په دغو لاريونونو کې اته کسان وژل شوي دي.
په فرانسې کې په بې ساري ډول د جمهور رئيس ايمانوېل مکرون د محبوبيت کچه راټيته شوې او آن ۲۳ فيصده ته راښكته شوې ده.
لاريون كوونكي د نورو شعارونو ترڅنګ د مکرون د استعفا غوښتنه هم کوي.