د افغانستان مشهور كومېډين او فلمي ستوری حنيف همګام د شنبې په ورځ له غرمې وروسته د كابل په يوه روغتون كې د ورپېښې ناروغۍ له كبله له نړۍ سترګې پټې كړې. د هغه د كورنۍ غړي وايي، همګام د سردار محمد داود خان په پوځي روغتون کې ساه ورکړه.ده ۵۶ کاله عمر درلود. همګام د کابل پوهنتون د ښکلو هنرونو په څانګه كې د تياتر او سينما په برخه کې زده کړې کړې وې.نوموړى څه موده وړاندې د خپلې کورنۍ لخوا د درملنې لپاره هند ته هم وړل شوى و.همګام په شاوخوا ۲۰ فلمونو کې رول لوبولى دى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ