ads

په هلمند كې درې طالب ډلګي مشران وژل شوي

په هلمند كې تېره شپه د افغان ځواكونو هوايي بريد د درېيو ډلګي مشرانو په ګډون پنځه وسله وال طالبان وژلي دي.

نویسنده: mayar
24 لیندۍ 1397
په هلمند كې درې طالب ډلګي مشران وژل شوي

په هلمند كې تېره شپه د افغان ځواكونو هوايي بريد د درېيو ډلګي مشرانو په ګډون پنځه وسله وال طالبان وژلي دي.
د دې ولايت د امنيه قوماندانۍ له مطبوعاتي دفتر څخه كليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه كې راغلي، دغه هوايي بريد د مركز لښكرګاه ښار د دوهمې امنيتي حوزې په سره ګودر سيمه كې ترسره شوى دى.
سرچينې د وژل شوو طالب ډلګي مشرانو نومونه صفت، نذير او كفايت ياد كړي دي.
وسله والو طالبانو تر دا مهاله په دې تړاو خپل نظر نه دى څرګند كړى.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA