ads

د افغانستان، پاكستان او چين په درې اړخيزه غونډه كې پر بېلابېلو موضوعاتو بحث وشو

په کابل كې نن د افغانستان، پاكستان او چين دوهمه درې اړخيزه غونډه ترسره شوه.
د بهرنيو چارو سلب صلاحيت شوي وزير صلاح الدين رباني تر غونډې وروسته له خپلو پاكستاني او چينايي سيالانو شاه محمود قريشي او وانګ يي سره په ګډه خبري غونډه كې وويل، دوى د امنيت، له ترهګرۍ د مبارزې، اقتصادي پراختيا، سيمه ييز اتصال، سياسي باور رامنځته كېدو او پخلاينې په اړه وغږېدل.

نویسنده: mayar
24 لیندۍ 1397

هغه زياته كړه، د غونډې له ګډونوالو يې وغوښتل، چې د افغانانو په رهبرۍ او مالكيت د سولې پروسې ملاتړ وكړي.
د دغو درې واړو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو ورته غونډه د تېر ميلادي کال د ډسمبر مياشتې په ۲۳مه نېټه د چين په پايتخت بيجينګ كې جوړه شوې وه او ټاكل شوې درېيمه غونډه يې راتلونكى كال په اسلام اباد كې ترسره شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA