د هلمند د منتظره کنډک مسوولين وايي، په دغه ولايت كې د پخوا په پرتله پوليس مسلکي شوي او له خلکو سره يې چلند هم سم شوى دى.
د همدې کنډک قوماندان حيات الله نورزي کليد ته وويل، د کنډک ډېرى پوليس يې په مسلکي ډول روزل شوي، چې له مخې يې د خلکو همکاري هم له پوليسو سره زياته شوې ده.
د هغه په وينا، هڅه کوي په هلمند كې ټول پوليس په مسلکي ډول وروزل شي.
تر دې وړاندې د هلمند امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالرازق يعقوبي هم ويلي و، چې د پوليسو د مسلکي کولو چارې يې پيل کړي، ترڅو هغوى د خلكو په خوښه خدمت وکړي.