ads

په كونړ كې ۲۰ طالب او القاعده وسله وال وژل شوي

د کونړ ولايتي چارواکي وايي، په شُلتن ولسوالۍ کې تېره شپه د ملي امنيت د ځانګړو ځواکونو په عملياتو کې د ځينو مهمو قوماندانانو په ګډون ۲۰ طالب وسله وال او د القاعده شبکې غړي وژل شوي دي.

نویسنده: mayar
23 لیندۍ 1397
په كونړ كې ۲۰ طالب او القاعده وسله وال وژل شوي

د کونړ ولايتي چارواکي وايي، په شلتن ولسوالۍ کې تېره شپه د ملي امنيت د ځانګړو ځواکونو په عملياتو کې د ځينو مهمو قوماندانانو په ګډون ۲۰ طالب وسله وال او د القاعده شبکې غړي وژل شوي دي.
د والي وياند عبدالغني مصمم کليد ته وويل، دا عمليات د شلتن په سونو سيمه کې ترسره شول.
نوموړي زياته كړه، د عملياتو په مهال د دولت د وسله والو مخالفينو د اوسېدو څو مرکزونه هم له منځه يووړل شول.
د مصمم په خبره، په يادو عملياتو كې زياته اندازه درنې او سپکې وسلې هم امنيتي ځواکونو ترلاسه كړې.
دى وايي، په عملياتو کې افغان سرتېرو ته زيان نه دى اوښتى.
وسله والو طالبانو او القاعده شبکې تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA