ads

جمهور رئيس غني: د سولې هېڅ تړون به د پردې تر شا ونه شي

جمهور رئيس محمد اشرف غني وايي، د افغانستان د خلکو له غوښتنې پرته به د سولې هېڅ تړون د پردې تر شا ونه شي او د سولې په اړه هره پرېکړه به د پارلمان او د خلکو په رايې تصويب شي.
نوموړي دا څرګندونې تېر مازديګر هرات ته د خپل سفر په مهال د دې ولايت له بېلابېلو اقشارو سره د ليدنې په مهال وكړې.

نویسنده: mayar
23 لیندۍ 1397

د ارګ په خبرپاڼه كې د جمهور رئيس غني له قوله راغلي، وياړي چې د سولې تعهد، رهبري او مالکيت د افغانستان د حکومت په لاس کې دي.
د ده په وينا، د ملي يووالي حکومت د يوې ملي اجماع پر بنسټ سولې ته واضحه ژمنتيا لري.
د هېواد جمهور رئيس افغان ښځو ته ډاډ ورکړ، چې په سوله کې به يې پر برخليک لوبې ونه شي او په خبره يې، دولتي مذاکره کوونکى ټيم تشکيل او کمېټې هم ايجاد شوي، ترڅو مذاکرات پيل شي.
جمهور رئيس غني يو ځل بيا په ټاكلي وخت د جمهوري رياست ټاكنو پر ترسره كېدو ټينګار وكړ.
دا په داسې حال كې ده، چې د افغانستان د سولې لپاره د امريكا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليلزاد څه موده وړاندې د سولې بهير د برياليتوب لپاره د يادو ټاكنو د ځنډېدو وړانديز كړى و.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA