ads

نن زلمی خليلزاد د ناټو له عمومي منشي ينس سټولټنبرګ سره ګوري

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد نن د بلجيم په مرکز بروکسل کې د ناټو له عمومي منشي ينس سټولټنبرګ سره ګوري.

نویسنده: mayar
22 لیندۍ 1397
نن زلمی خليلزاد د ناټو له عمومي منشي ينس سټولټنبرګ سره ګوري

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد نن د بلجيم په مرکز بروکسل کې د ناټو له عمومي منشي ينس سټولټنبرګ سره ګوري.
دا په داسې حال کې ده چې نوموړي پرون د ترکمنستان د بهرنيو چارو له وزير سره د افغان سولې په تړاو خبرې وکړې.
خليلزاد هڅه کوي په دې ليدنه کې د افغانستان د سولې په برخه کې د خپلو هڅو په تړاو د ناټو عمومي منشي ته معلومات ورکړي.
دا د سولې په تړاو بېلا بېلو هېوادونو ته د زلمي خليلزاد درېيم سفر دی. نوموړي ټينګار کړی چې اوس مهال د افغانستان د سولې لپاره يو زرين فرصت په لاس ورغلی او که ونه شي کولای په افغاسنتان کې سوله ټينګه کړي، ښايي افغانستان د لسيزو لپاره په جګړو کې پاتې شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA