ټاکل شوې د لاجورد لار نن د جمهور رييس محمد اشرف غني له لوري په هرات ولايت کې پرانیستل شي.
د جمهوري رياست مرستيال وياند شاه حسين مرتضوي پرون په کابل کې خبري ناستې ته وویل، افغانستان غواړي د سيمې د هېو ادونو ګټې په سوداګرۍ او اقتصادي ګټو کې راونغاړي او هیله لري چې د سيمې د هېوادونو کړنلارې هم اقتصادي وي.
له بل لوري د صنعت او سوداګرۍ وزارت مالي او اداري مرستيال اجمل حميد عبدالرحيمزي دې خبري ناستې ته وويل، د لاجورد لار د افغانستان او سيمې هېوادونو د سوداګرۍ او ترانزيت لپاره تر ټولو لنډه او ډاډمنه لاره ده.
د عبدالرحيمزي په خبره، ټاکل شوې د لاجورد لارې له پرانيستلو سره د افغانستان لومړۍ سوداګريزه محموله هم له دې لارې ترکيې ته ولېږل شي.
د لاجورد لار له دوو مسيرو هرات او اقينې د ترکمنستان، اذربايجان، ګرجستان او ترکيې له لارې افغانستان له اروپايي بازارونو سره نښلوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ