د حکومت اجرايه رييس عبدالله عبدالله وايي، د افغانستان حکومت له طالبانو سره د خبرو غوښتونکی دی، خو دا ډله له افغان حکومت سره خبرو ته چمتو نه ده.
عبدالله نن د سولې په پروسه کې د ښځو رول په نوم غونډې ته په خبرو کې وويل، له طالبانو سره د خبرو د پيلېدو لپاره کوم شرط او قيد نشته.
د حکومت اجرايه رييس له طالبانو سره د سولې خبرو ته په اشارې وويل، چې له طالبانو سره د افغان حکومت د خبرو پلاوی به د ټولو افغانانو استازيتوب کوي.
اجرايه رييس په افغانستان کې د سولې د ټينګښت لپاره د امريکا د هڅو ستاينه وکړه او ويې ويل، هيله لري چې په افغانستان کې دوامداره سوله ټينګه شي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ